غزل
نبيله غزل
زلفې خورې دي شوګيرې کومه
تورې تيارې دي شوګيرې کومه
شراب مې نه دي څښلي پام ذاهده
ترګې مې سرې دي شوګيرې کومه
د چا ازار دى ماله خوب نه راځي
د چا ښېرې دي شوګيرې کومه
تر سبايي پورې دې سترګې لولم
که سيپارې دي شوګيرې کومه
غزل ، ستا ياد ، دا توره شپه او باران
څه منظرې دي شوګيرې کومه
10.12.2007
- نصرت الهام
د اوښکو موسکا
مصطفى سالک
يو دبل په ضد ښه خبروو، خو بيا رانه جگړه تر دې کچه و غزېده، چې دنوې لارې د انتخاب خبره مې ورته وکړه نو په حيرت يې راوکتل ، داسې لکه د تل لپاره چې روان يم ؛ لکه خونړي جنگ ته د تللو اراده چې مې کړې وي ، په مات زړه او رپا...
10.12.2007
- نصرت الهام
يادونه : دا نظم د ښاغلي تسنيم له کتاب نه درته غوره شوى دى ، رياض تسنيم د کوزې پښتونخوا تکړه شاعردى چې په کراچۍ کې اوسېږي نوموړى خوږه او خوندوره شاعري لري دلته ( کابل کې ) يې د امن په مشاعره کې هم ګډون کړى و ، دغه کتاب يې (( دا کوم رنګ مې کشيد کړى )) ګران ملګري باز محمد عابد د لوستلو لپاره راکړى و ، چې ما ترې يوڅه شعرونه کمپوز کړم او غواړم تاسې سره يې شريک کړم .
الها م...