يادونه :  د ژمنې سره سم دادى يو حل بيا د (( ترهگر )) کتاب نه دغه درې لنډې کيسې د تکړه ليکوال او ژرنالست ښاغلي محمد نعمان دوست دي ، ويې لولئ او خوند ترې واخلئ .

په راتلونکي کې هم د انتخاب لنډو کيسو لپاره او په ځانګړي ډول هغه کيسه چې سرليک يې ليکوال د خپل کتاب نوم کړى وي ( www.tolafghan.com/thanda ) وګورئ .

په مينه

تنده

 

 

١

ترهگر

چې څنگه چورلکو په کلي وزرونه راټيټ کړل، له زړو برجونو کوترې داسې په هوا شوې، لکه هغوى چې د سولې له منځه وړلو پسې راغلې وي.
شېبه په شېبه لړزوونکو غږونو کلى خوځوه، الوتکې به لکه وږي بازان په کلي غوټه شوې، شېبه وروسته به خړ کورونه او شينکي باغونه لنبو په غېږ کې پټ کړل او ستړې ارواگانې به هوا ته پورته شوې.
لږ وروسته چورلکې پناه شوې، خلک په منډو وو، يو شور جوړ و، تر دېوالونو لاندې بدنونه ښکارېدل، لا به ترې خاورې لرې شوې نه وې ، چې زگيروي به غلي شول.
موږ يو ماشوم، چې وچه ډوډۍ يې هماغه شان په وړو منگولو کې ټينگه نيولې وه، له لوټو راووېست لا مو ورته زنه تړلې نه وه، چې دوه ځوانان په منډه انگړ ته راننوتل.
په يوه خوله يې غږ کړ: هغوى ټول نه شته ...
يو بل ته مو وکتلې، يوه وويل: دوى لکه چې د گلاب کورنۍ ښيي.
گلاب کره له څو کلونو وروسته زوى شوى و، د کلي خلک ورته غونډ شوي وو، په منډه يې بې وره انگړ ته، چې له خونو يې شنه لوگي پورته کېدل ورننوتو.
ټولې خونې ړنگې وې، تا به وې چا تازه قبرونه سپړلي ، ځاى په ځاى هډونه پراته وو، تر ونې لاندې له غورځېدلې زانگو لوگي پورته کېدل، يو تور شى په کې پروت و، تر ماښامه مو لوټې واړولې راواړولې، خو مکمل جسدونه مو پيدا نه کړل، د ښځو او نرو د غوښو توپير نه کېده.
د کلي ملا صيب وويل: دا شهيدان دي، کفن او غسل ته ضرورت نه لري، ټول يو ځاى راټول او ښخ يې کړئ.
سهار وختي ټول همدې انگړ ته له قران شريفونو سره راټول شو چې ختم نه خلاص شو، يوه سپين ږيري غږ کړ:
(( په دې کاپرو اتبار نشته، راډو چالان کړئ، بيا خو به بمبار نه کوي.
له څو لنډو خبرونو وروسته يوه خبر کې زمونږ د کلي نوم واخيستل شو، ټول راډيو ته رانږدې شو.
خبريال يوه چا سره په همدې اړه خبرې کولې، که څه هم موږ د هغه په خبرو نه پوهېدو، خو د هغه لنډې، لنډې خبرې ترجمه کېدې.
هغه وويل: په دې کور کې يوه ډله ترهگر د جگړې د پلان لپاره راټول شوي وو، زمونږ استخباراتي سرچينو کشف کړل او مخکې له دې چې بريد وکړي الوتکو تباه کړل.
موږ کله يو بل او کله سوزېدلې ځانگو ته کتلې او راډيو هماغه شان چالانه وه.

کابل ، د ليندۍ پنځمه ١٣٨٥
يادښت:
د دغې کيسې سوژه راته په ١٣٦٨ کال کې پيدا شوې وه، خو هغه وخت ما لنډۀ کيسه نه پېژنده، په ذهن کې مې وه او شاوخوا لس کاله وروسته مې وليکله.
په ١٣٨٣ کې رانه ورکه شوه، دومره پرې خپه شوم لکه ډېر نږدې خپل چې له لاسه ورکړم، خو اخر  راسره ذهن ياري وکړه او له ورکېدو دوه کاله وروسته مې بيا له سره وليکله.
 
٢

غريب تنظيم

هسې خو پاکستان ډېرې سړې او شنې سيمې هم لري؛ خو چې زموږ مهاجرو په برخه وچ سپېره ډاگونه او سپېرې دښتې رسېدلې وې ؛ نو چې اوس هم څوک د هغه ملک نوم اخلي په زړه مو گرمي را ننوځي.
زموږ مرکز، په همدغه شان يوه سپېره دښته کې و مخامخ د وچ خوړ په غاړه سپېره ونه، چې تندې له قده غورځولې وه، ولاړه وه شا و خوا يې گور او اغزن بوټي په ځمکه خلم پراته وو.
دښته ارامه وه، کله نا کله به د څو خړو مرغيو، چې په هوا کې به يې وزرونه رپول غږونه راتلل.
مرکز په لويه خټينه کلا کې، چې پر دېوالونو يې اغزن سيمان لگېدلي وو او لويه اوسپنيزه دروازه يې لرله جوړ و .
دې کلا ته به يواځې اسيزو ( ISUZU ) لارۍ د مهماتو او وسلو وړلو راوړلو پسې راتلې او کله ، کله به د آر صيب لنډ کروزر هم مرکز ته راننوت.
نن، چې څنگه د مازيگر لمانځه نه خلاص شوو، هملته په غوړېدلي پلاستيکي سترنجې راټول شوو.
يوه وويل: (( دا څومه مايشت ده، چې لکه لېوان په دښته کې پراته يو ، خداى خبر کورونو کې به مو څه حال وي؟ ))
بل غږ کړ : (( بيماره مېرمن مې کور کې له بوډا پلار سره پرېښې ده خدازده که څوک ورسره پور هم وکړي، پردى ملک دى. ))
زما خواته ناست ملگرو ، چې تر دې دمه غلى وو خوله پرانېسته : په خبره څه نه کېږي کمکى اختر خو همدلته تېر شو، لوى ته شل ورځې پاتې دي، دا وار، چې آمر صيب راغى په يوه خوله ترې تنخوا غواړو.
موږ لا همدې خبرو کې وو، چې پيره دار لويه دروازه پرانېسته او د آمر صيب تورو ښيښو والا لنډ کروزر راننوت.
په لاس کې يې تسبېح وې، د تسبو له دانو څخه يې شونډې دېرې خوځېدې. ټول ورته ودرېدو. هغه د لاس په اشاره د کېناستو هيله وکړه او بيا يې وويل:
آفرين! جهاد همدا تاسو په څېر صابرو او حوصله ناکو ځوانانو ته اړتيا لري.
زه پوهېږم، چې له څلورو مياشتو راهيسې مو تنخوا نه ده اخيستې، خو څه وکړم؟ تنظيم غريب دى.
که تاسو دې ارامه دښته کې حوصله ونه کړئ، نو په سنگرونو کې به مجاهدين د گوليو باران ته څنگه حوصله وکړي؟؟
د اآمر صيب خبرو زموږ ټولې غوښتنې په خوله کې وچې کړې.
هغه د وسلو ډيپو گانې وکتلې او بيا يې سپېره دښته يواځې موږ ته پرېښوده.
×××
گرمي مخ په ډېرېدو وه، بيرون سيورى نه و او په کوټو کې زړونو سستي کوله.
زموږ يو ملگري خو بالکل د گرمۍ تاب نه لره کله نا کله به بېهوښه کېده هم.
نن شپه مو هغه ته په پکي وهلو تېره کړه ، لانده څادرونه به مو ورته په سر او پښو اېښودل، ټول وارخطا وو.
چې سهار چاى ته راغونډ شوو ، يوه همدې ملگري ته لاس ونيو:  دا کمبخت لکه چې مړ شي، بل زياته کړه : نن د آمر صيب د راتگ ورځ ده، چې راغى نوره ورسره خبره سپينه وو، ډيپو کې پکي، جنراتورونه او تيل شته، که تنظيم تنخوا ورکولو ته غريب دى؛ نو دومره خو کېږي چې موږ يو څو ساعته جنراتور چالان کړو.
د هارنډ غږ شو او بيا سمدلاسه دروازه په دواړو پټونو خلاصه شوه . آمر صيب مخ په موږ راغى، غاښونو کې يې وچکى وواهه، چې نږدې شو وچکى يې وغورځوو او تسبېح يې له جيبه راوه وېستې:
د خداى بختورو، ستاسو په دسترخوان خو وچه ډودۍ شته، د مجاهدينو به څه حال وي؟
دا ځل ترې زموږ يوه ملگري د خبرو تار ونيو:
آمر صيب! گرمۍ ته طاقت نه کېږي، جنراتور، تيل او پکي شته يواځې ستا اجازه په کار ده.
هغه په ږيره لاس راتېر کړ:  تاسو د حضرت بلال ( رض ) له کيسو خبر يئ؟ هغه جليل قدر صحابي و، کفارو به د عربستان په گرمو شگو لنډغر څملاوه او بيا به يې درنه تېږه ورته په گېډه کېښوده؛ خو هغه بيا هم له خپلې مقدسې عقيدې وانه وښت.
نېکبختو! دا دښته له ميدان بدره گرمه نه ده او نه تر اوسه تاسو د صحابه کرامو په څېر په گېډو پسې ډبرې تړلي دي.
دا جهاد دى او هغه هم د شوروي په څېر سوپر پاور سره .که تاسې دومره نازولي شئ، فکر نه کوم که دا مبارزه نتيجه ورکړي.
هغه په يوه ساه، د کربلا واقعه او بيا د يزيد پر وړاندې د امام حسين ( رض ) او دهغه د ملگرو مقاومت، د هغوى لوږې او تندې بيان کړې.
آمر صيب، د سورت انفال څو مبارک اياتونه تلاوت کړل او لا يې تر جمه خلاصه نه وه، چې يوه ملگري چيغه کړه : زر کوئ قدوس مړ کېږي.
ټول د هغه اوسپنيز چپر کټ ته ودرېدو، هغه سترگې درولې وې. رنگ يې تک ژېړ اوښتى و او له بدنه يې تپونه پورته کېدل.
آامر صيب زړه نازړه د هغه پر ټنډه لاس کېښود او بيا چې موږ شور جوړ کړ نو وپې ويل: هغه سره دوه درې کسان موټر ته وخېژئ!
موټر ته په ختلو راباندې خپلې خولې يخې ولگېدې، قدوس هم سترگې وغړولې، ورو ورو يې رنگ وچلېد.
له دښتې ووتو، د موټر درزا غلې شوه، شېبه وروسته له عمومي سړک په يوه نرۍ پخې لارې تاو شو.
دروازه بېرته شوه، د دروازې خواته کوټې ته ننوتو، سره غالۍ په کې غوړېدلې وه، پر توشکو او بالښتونو هم قالينې پرتې وې.
د مېز په سر کوچنى جاپاني پکى اېښودل شو و او له مخامخ دېواله سړه هوا راوتله.
آمر صيب د څنگ ته ناست مېلمه پر اوږه لاس کېښود خپله کوټه کې مې هم اېرکنډېشن او پکى دواړه لگولي، عجيبه عادت لرم، کله مې دومره گرمي وارخطا کړي، چې دواړه چالا ن کړم او کله بيا يواځې پکي ته هم گوزاره کوم.
هغه لا هماغه شان خپل عادتونه بيانول، چې کور کې شور شو او د  هلۍ کوټې اور واخيست   غږ راغى په منډه ووتو آمر صيب دننه لاړ او موږ د حجرې خواته تيارسئ ودرېدو.
چې څنگه مې ښي لاس ته وکتل، سيمي جالۍ راتاوه وه او د غټې زراعتۍ غوا مخ ته پراته شنه واښه د پکي شمال خورول.

١٣٨٥، د ليندۍ ١٦ مه
کابل، د زمانخان کلا 
 

٣

کوڼ

چې څنگه مې ور بېرته کړ او د خونې په دېواله مې سترگې ونښتې، خوله مې پرې خلاصه کړه:
(( با با ! څه لټ د خداى يې؟ دومره خو ناتوانه، نه يې له سهاره په دې يوه دېواله نښتى يې، تر اوسه يې اخېړ تمام نه دى د کوټې له دېواله دې د برلين دېوال جوړ کړى، بدبخته! ))
هغه يواځې د وره بېرته کولو په وخت کې سترگې راواړولې،له دېواله د هغه مخ ډېر په خټو لړل شوىو. بېرته يې مخ واړو، د گل مالې له مخه يې په لاس خټۀ لرې کړه او بيا يې پر دېواله راکش کړه.
ما ور په گړزسره پورې کړ او په زوره مې وويل : که تر مازيگره دې کار خلاص کړى نه و، بيا راته په وره قدم کې نږدې.
که څه هم د هغه گناه نه وه، د دېوالونو پخڅې کږې وږې او ناوارې وې، هغه کې هم پخوانى زور نه و پاتې، سپين ږيرى شوى و، خو ماته هم د مزدورانو کمى نه و، هره ورځ به د وره مخ کې راته څو تنه د کار په تمه ولاړ وو.
او بل ما خپلې سپکې سپورې او هر څه اپلتې ځکه بې پروا ويلې، چې هغه په کلي کې په کوڼا ماما مشهور و او د کوڼا ماما لقب هغه ته دومره شهرت ورکړى و چې اصلي نوم يې له خلکو هېر و.
کله کله به مې چې ډېر رد و بد ورته وويل او بيا، چې به مې د هغه په سپينه تار تار ږيره نظر ولگېد، وبه شرمېدم؛ ځکه زه د هغه مخ کې لوى شوى وم؛ خو بيا به مې له ځانه سره وويل: هسې هم کوڼ دى نه يې اوري.
×××
شپه مې پخواني کور کې تېره کړه او سهار وختي نوي کور ته لاړم، سيده د هماغې خونې په لور وخوحېدم، چې څنگه ورنږدې شوم نو هغه له کوټې راووت، په سره گلداره دسمال يې ملا شخه تړلې وه او په خټو ککړ سطل يې لاس کې و.
چې زه يې وليدم سطل يې کېښود، مخامخ خونې ته يې لاس ونيو، سر مې ور دننه کړ، ډېره ښه يې اخېړ کړې وه.
زړه مې وې راځه مننه ترې وکړه او پرونۍ بخښنه ترې وغواړه؛ خو دا کار راته د ځان سپکاوى ښکاره شو.
هغه زما سترگې څارلې او چې کله يې په کې د غوسې نښې ونه ليدې نو رنگ په کې وچلېد، د شونډو له منځه يې ژېړ غاښونه ښکاره شول اوبيا يې د خټو سطل پورته کړ.
هغه نن يو ساعت مخکې په کار پيل کړى و، زه هم تر ډېره وخته ورسره ولاړ وم او د هغه کار مې کاته، ښه په بېړه يې لاس خوځاوه.
د کوټې  دېوال يې نيمايي خلاص کړ، گل ماله يې کېښوده، په خټو ککړ لاس يې جام له گړى ډک او په سر يې راواړو.
غوښتل يې چې لږ ساه واخلي؛ خوچې په ما يې سترگې ولگېدې، چټک جگ شو او سطل يې بيا له خټو ډک کړ، زما سترگې لا هماغه شان په دېواله نښتې وې، چې شاته مې د رب شو او چې ځان ته مې وکتل نو جامې مې د خټو له خاپونو ډکې وې.
زر جگ شو او چې زما سپين کالي يې په خټو وليدل، په رپا شو، ما بيا سترگې پرې راووېستې په غضب ککړ شې، کوڼ خو خداى ( ج) کړې په دې سترگو دې څه بلا ولگېده؟ او بدبخته! هغه هماغه شان رپېده .
ما وې دا دى پوره نهه بجې دي، زه کور ته ځم ، کالي بدلوم او ځان سره د غرمې ډوډۍ هم راوړم، که تر هغه وخته اخېړ خلاص نه و بيا گيله ونه کړې.
کورته راغلم، کالي مې بدل کړل، چاى مې وڅښه او چې کله د ساعت ستن په دوولسو درېدله نو دېگ بخار، کاسې او ډودۍ مې راواخيستل روان شوم ، موټر مې د کلا مخې ته ودراوه، شيان مې راښکته کړل، د انگړ د منځ په سوپه کې مې په اوار گيلم کېښودل او بيا مخ په خونه غلى غلى روان شوم.
هغه هماغه شان په بېړه لگيا و، چې زما سيورى يې وليد مخ يې راواړو:  ډېره خواري مې وکړه و الله که مې دمه کړې وي دا  دوه لوېشتې ځاى پاتې دى نور ختم دى.
ما غږ ونه کړ، زړه مې نرم شو او بېرته ووتم، دسترخوان مې وغوړاوه، کاسه کې مې ډودۍ ماته کړه، هر څۀ مې برابر کړل، ور نارې مې کړې: ماما راځه پرېږده يې ! هغه له کوټې غږ کړ ښه ده بچى کار هم تمام شو.
د ده غږ نه و ، سم توپان و د شرم خولې مې پر بدن راماتې شوې. هغه راووت، له ملا يې دسمال خلاص کړ او باندې لښتي کې د مخ او لاسونو په وينځلو لگيا شو.
ما ته خپلې تېرې سپکې سپورې يوه يوه رايادېده، دواړو په يوه کاسه شروع وکړه، هغه وويل بچى ! تا به جلا خوړلې وه، ما سره به مزه در نکړي، مزدور سړى يم.
خو زما سترگو د پورته کتلو وس بايللى و، ډودۍ مې په څه خوارۍ وخوړه، دسترخوان مې ټول کړ، د هغه پياله مې له شنه چايه ډکه کړه، زړه مې غټ کړ: ماما!  ما پرون څومره په زوره خبرې کولې ، يوه دې هم وانه ورېده، نن دې اول غږ واورېد او بيا له کوټې راووتې؟
هغه ماته ځير ځير وکتلې، په ږيره يې لاس تېر کړ، موسکى شو او بيا يې سترگې اخوا دېخوا وگرځولې:
گله زه کوڼ يم، بايد کوڼ وه اوسم، خو ستا پرونۍ خبره دروغ وه، زه خداى نه يم کوڼ کړى ما ... غلى شو.
د زړه درزا مې نوره هم زياته شوه ، ماوې که په ځمکه ننوتم خو کا ر شوى و.
ښه شېبه دواړه غلي وو، ما بيا فکرپه ځاى کړ .
نو چاکوڼ کړې؟ هغه بيا څو ځلې له نظره تېر کړم : چې نه مې پرېږدې نو غوږ شه.
کله چې له بدې ورځې ، ماته خپل کلي کې د ناستې ځاى پاتې نه شو، نو ستا سو کلي ته په کډه راغلم  ماته هېڅ پاتې شول خو يواځينى شى ، چې راسره و زما غيرت و .
دې کلي کې مې ډېرې ترخې شپې تېرې کړې ، په لومړي وختوکې ، چې به چا کارته بوتلم ، چې سپکه خبره به مې ترې واورېده، نو کار به مې پر ځاى پرېښود او ترې راروان به شوم ، خو تر څو ؟ ماشومانو ډوډۍ غوښته ، ونه شوه ، اخر مې ځان کوڼ کړ ، تر څو خلک راته بې غيرته ونه وايي ، اوس له هماغه وخته راهيسې راته خلک کوڼ وايي .
١٣٧٨ کابل .