ذوقي تجربه !

مصطفى سالک

شاعره ! په سندره کې ستا برخه هم هغه سرور و، چې د تخليق په وخت کې دې جذب کړ او يو مرموز لذت دې د ذوق کنډول لبرېز کړ .
آيا له نورو نه د خپلو سندرو ستاينه غواړې ؟
ولې ؟ په خپله ذوقي تجربه ايمان نه لرې ؟