غزل

 

ځواني به راله خاورې کړي ارمان به ترې جـوړېږي
دا ښـکلى دومره خوږ لګي جانان به ترې جـوړېږي

همــدا جــانان چــــې زه يې ســات تر ساته خېژومه
ورتلــى به ورله نــــشمه اسمــــان بـــه ترې جوړېـږي

دا ستا ورېښمينې زلفې په پوکي چې نـــن الـوځي
يرېږم ما به ګــېر کـــړي ښاماران بــه تــرې جوړېږي

منـــمه چـــې دا شـــېخ به نــن د مـينې نه مــنکر وي
يـــوځــل به مــينه منـــي مســـلمان بــه ترې جوړېږي

عـــابده پـــښتون نــه چې هـر يو قام قـلم ته شا کړي
له مـــينې به منــکر وي، جــاهلان به تــرې جوړېږي

فضل سبحان عابد