انتخاب شاعر ي

 

 

 

په غزل او په سندره نه پوهېږي
يار د سره په خبره نه پوهېږي
ما ته وايي چې زما په رضا ګرځه
پوهوم يې خو کافره نه پوهېږي
چې په کوم لوري مخ واړوي ملک وران کړي
پخپل زور خو زوروره نه پوهېږي
ما د مينې په راز څو څوځله پوى کړه
خو د حسن جادو ګره نه پوهېږي
که رښتيا وايې بهر دڅړيکې څه دي
چې وځي مې د پرهره نه پوهېږي
د هنر په جامه پټ قامونه شته شو
پښتنو اغوستې زغره نه پوهېږي
ځينې خلک د ازله زورور وي
ځينې خلک بې له شره نه پوهېږي
چې زما يقين يې يره ورکه نکړه
ترهېدلې ده اوتره نه پوهېږي
داپه څه نشه کې داسې لېونۍ ده
چې پرېوزي د کمره نه پوهېږي

                                    ***

د خانانو به څه وايو چې خانان دي
ملنګان د پښتنو خپلوکې وران دي
چې د ځانه ناخبره دي د ځان دي
چې د ځانه خبر شوي دي په ځان دي
مونږه هغسې د زمکې لايق نه يو
ددنيا قامونه ستوري د آسمان دي
وخته دلته چې قدم ږدې نو په خيال ږده
ددې خاورې کاڼي بوټي شهيدان دي
پښتو هغه ګنهګاره دوزخي ده
پښتانه غزاله تللي جنتيان دي
د صدو نه د سيندونو خواکې اوسو
خو؛ زمونږ فصلونه اوس هم په باران دي
داسې ښکاري چې رښتوني خلک ډېر دي
ددنيا خلک له ژبې اوېزان دي
سړيتوب وي د سړي په څو خبرو
په سړي کې خو څو نښې د انسان دي
زه رښتونى چې څه وايمه رښتيا شي
خلک وايي چې په دې سړي پېريان دي
دايو څو ياران که نه وي بيا به نه يم
زما ژوند دغه يو څو خواږۀ ياران دي
د ښاغلو لېونو لېونى پير دى
د صابر ياران د مينې قدردان دي

                                  ***

څوک دې نه وايي چې ماته ګناه نشته
د کابل په جنګ کې چاته ګناه نشته
ماخو وې چې ته پخپل اختيار کې نه يې
ماخو تاته وې چې تاته ګناه نشته
زوروره !  زورور خو زورور دي
زورور ته خو ميراته ګناه نشته
چې په خلکو کې د عقل ترې نه وي
که دروغ وايي ملاته ګناه نشته
مونږه څه ورکړي څنګه ترې څه غواړو؟
نوي ژوند نوې دنياته ګناه نشته
نه، نه ستا ظلم په ظلم حساب نه دى
نه، نه تاته خو نياواته ګناه نشته
داسې لږ لږ زه له ځايه لېونى وم
دساقي سترګو ته زياته ګناه نشته
چې زمونږه د بلا سره ياري ده
که بلا مو خوري بلاته ګناه نشته
مونږ د ځان سره څه ونه کړه صابره
مونږ په ځان کړي دنيا ته ګناه نشته

                                ****

څه ګلونه، څه رنګونه څۀ نغمې کړم
ستا د ښار خبرې ستا په شان خوږې کړم
د تيارو د غرور سترګې به رڼې کړم
پرهرونه به په لارو کې ډيوې کړم
څوک چې ما او تا يوځاى ليدلى نه شي
ورپسې به هغه ستا د خولې ښېرې کړم
د جانان د خوبولو سترګو ياده
ته راځې که د زخمونو ډيوې مړې کړم
زه د هر محفله ستړى کورته راشم
زه په هر اتڼ کې ځان ذرې، ذرې کړم
هغه سترګې دې يوڅو ورځې زما شي
چې د مينې په خوبونو يې مړې کړم
د سپرلي له خوابه دومره نصيب غواړم
چې د ګل شونډې پخپلو وينو سرې کړم 

                                   ***

راځي له ځان سره رڼا راولي
سپرلي قسم کړى چې تا راولي
دا چې په کلي کې نفرت خوروي
داخلک کلي ته بلا راولي
ما د ارمان په خوله باور کړى و
ماوې چې تا به په رښتيا راولي
زما نه غم د محبت هېروي
زما خوږمن ماله خندا راولي
زما د زړه د پرهر څړيکه، څړيکه
تا يادوي ماله ژړا راولي
مونږ چې ډيوه د محبت بلوو
وخت مهربانه شي هوا راولي
څوک به ستا نوم د چا نه څنګ پټوي
څوک به سپوږمۍ کورته په غلا راولي
سپرلى، ځواني او لېوني خيالونه
ياد يې د ځان سره دنيا راولي
دا د شعور په شرعه مخکې تلي
دا قافلې به څوک په شا راولي
ستا د بڼو د بڼ الوتې مرغۍ
ما د بڼو سوري له بيا راولي
دومره څه يو بل خو به و پېژنو
سپلى به دومره څه رڼا راولي
څنګ د واعظ خبره ومنمه
دنيا به څنګه څوک په شا راولي
نور دې څوک نه ژاړي چې نه ژاړمه
دلته چې څوک ژاړي ژړا راولي
دچا خاطر وي د چا غم صابره
تا مېکدې ته خامخا راولي

                                                          ***

ته خو خبر يې چې په تا څه وشو
ته څه خبر يې چې په ما څه وشو
په مېکده کې چې بېګا څه وشو
ستا په سر وشو چې اشنا څه وشو
ګرځمه خپل کور پکې نه پېژنم
په کلي وشو که په ما څه وشو
خپل پکې يو بل سره نه پېژني
داددې دور په رڼا څه وشو
ښه رښتيا څه يې وې چې نه به راځي
قاصده داڅه وايې داڅه وشو
په ميو وينځي د لمن داغونه
په محتسب خو په رښتيا څه وشو
خبره داوه چې انکار يې وکړو
خبره دانه وه چې بيا څه وشو
ما د بلا زلفو بلاغوښتله
ماسره دغسې بلاڅه وشو
ساه پکې اخلم خو ساه، ساه يم پکې
هسې مې وژني په هوا څه وشو
هر څوک په ځان د ځانه نه دي خبر
څوک خبر نه شو چې په چا څه وشو

                                     ***

د خپل نظر زورور تيا ګوري
زما قاتل په ما کې ساه ګوري
څه نوې، نوې رنګ رڼا ګوري
سپرلى چاپېره ګرځي تا ګوري
ماته په دې سړي کې غلا ښکاري
دا سړى ښکلو ته په غلا ګوري
واعظ به څه د ژوند کتاب ولولي
هغه په ټکو کې ګناه ګوري
زما احساس ماله سزا راکوي
ماله څه غم ګوري سودا ګوري
ښکلي ښارونو ته راغونډ شوسره
مينان څه له ځي صحرا ګوري
ستا د بڼو د بڼ الوتې مرغۍ
راځي زما د زړه درزا ګوري
زما په سترګو څه بلا شوې ده
که تاته نه ګورمه تا ګوري
صابره څنګه تاته وګورمه
دنيا ته نه ګورې دنيا ګوري

 

                                     ***

هغسې مينه کوم هغسې وفا کومه
ستا هغه يو نظر ته هغسې دعا کومه

ما چې د بل دپاره څه کړي سهي مې کړي
زه چې د ځان دپاره څه کوم خطا کومه

اوس مې په زړه او ذهن داسې راخوره ده مينه
اوس چې د چا سره خبره کوم دا کومه

که ګناه نه غواړي رښتيا وريځ دې نه راولي
زه په ورېځو کې نشه کوم، ګناه کومه

                                    ***

باغ و بهار دې چې په سترګو کې خبرې کوي
ښکلي هوښيار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
د کوم سپرلي دي چې د حسن په نشته پوهه دي
دکوم ګلزار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
لا په مينو د الفت نشه ختلې نه ده
لاخو هوښيار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
دخاموشۍ رواج يې هم په ژبه نه پوهېږي
څه ناقلار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
دلته چې ژبې خوځوي جېبونه ډک ګرځوي
دلته کې خوار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
دا خلک څوک دي چې خالونه يې زنګونه نولي
داد کوم ښار دي چې په سترګو خبرې کوي
هغه بې شماره دي چې ښکلي قامتونه لري
هغه په شمار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
دلته بې شرمو ژبه ورو دنيا وخوړله
دلته په دار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
د څړيکو، څړيکو پرهرونو نه يې وينې څاڅي
دلته بيمار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
نشه، نشه دي چې احساس لري په غم اخته دي
خمار، خمار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
ته به يې پېژنې صابره خو تانه پېژني
داد لوى ښار دي چې په سترګو کې خبرې کوي

ياد

 

خداى خبر ولې خو زه کله کله

يو زوړ ورغلى پر هر و ګروم

يو لرې تلى ياد راوګرځوم

يو ستړي شوي غم ته غاړه وځم

يو خوبولې څړيکه و څيرمه

يو غلى شوى دړد راوپاروم

د زړه د ننه مقبرې ته ورشم

ستا د يادونو اديرې ته ورشم

په يو پرېوتي څلي و غوړېږم

په يو وران شوي قبر وژاړمه


 

                               ***

دا ونې، بوټي، واورې او ګلونه مې وطن دى
دا غرونه مې هډوکي دي دا خاوره مې بدن دى
بېشکه چې بې وسه يم خو نه داسې ورک نه يم
په موټي کې مې اوس هم خپله خاوره خپل وطن دى
ته څوک يې؟ څه دې نوم دى ؟ څه به ته څه به دې زور وي
ددې خاورې د زور خو؛ نه دهلي او نه لندن دى
داته څه يې دا ستا د ځانه څه طمع پيدا شوه
زمونږ خو هغه ځان دى چې په دې خاوره مين دى
که لاس دې ورله وروړو د زوره به يې خبر شې
ګرېوان د پښتون مه ګوره که هر څومره خيرن دى
خبر يې چې په دې وطن کې سر لرې سردار يې
دا سمه پښتونخواه ده دلته هر څوک قدر من دى
د مينې په وخت مينه وي د تورې په وخت توره
بس دا زما د قام د هرې نرې پېغلې فن دى
نور نه کښېني  ورځي د مغل خېلو خبر اخلي
خوشحال راپاڅېدلى دى شلولى يې کفن دى
نه، نه زړه په غلطه يې په دې سړي تېروځې
نه داسړى زه پېژنمه دى خو دروغجن دى
چې هرڅه يمه، يم نه دروغژن نه منافق يم
چې کوم داغ مې په زړه دى هغه داغ مې په لمن دى
د ډېرو پسرلو په دعا جوړ نه شو صابره
هم هغسې خوږېږي هغه زخم دى زولن دى

                                     ***

څه محبت څه انتظار يې کاوه
زړه چې د کار و نو څه کار يې کاوه
مينې د چا خبره نه منله
د خپل اختياروه خپل اختيار يې کاوه
د محبت خونه چې ورانه، نه وه
هر سړى ښه و څه روزګار يې کاوه
ساده مينو پټه څه پېژنده
که بغاوت و خو په جار يې کاوه
درد د پرهر آينه و څنډله
لکه سپرلى چې وي سينګار يې کاوه
څړيکې زما د زخم زړه ته کتل
زړه يې بې واره و خو وار يې کاوه
ستا د ښايست د بڼ د باده لوګى
زما چې ياد شي نو شغار يې کاوه
ستا د قامت قيصه مې هېره نه ده
څه هنګامه وه، څه ناتار يې کاوه
په غږ او غوږ چې پابندي وه سره
يو څو مارغان وو چې چغار يې کاوه
د هر يزيد په لاس د هر بيعته
زما ياران وو چې انکار يې کاوه
دا به صابر و ښه ده پوهه شومه
چې خوب يې نه و انتظار يې کاوه

 

                                  ***

د شوخه شوري چې خبرې کوي
باڼه يې اوري چې خبرې کوي
يا لوپټه مروړي يا شونډې چيچي
لفظونه زوري چې خبرې کوي
د پرهرونو ژبې ګونګې ښه دي
د سترګو توري چې خبرې کوي
د خلکو يره يې په سترګو کې وي
چاپېره ګوري چې خبرې کوي
د چنار سيوري له هيبته رپي
د بڼو سيوري چې خبرې کوي
د انتظار مزه په هغه شپه وي
شوګير او ستوري چې خبرې کوي
رنګ د رنګينو لوپټو يادوي
مين سر توري چې خبرې کوي

 

                                ****

چې په نصيب شوه د اسمانه شوله
لکه  زمونږ روزي چې ګرانه شوله
چې بې جنونه، بې جانانه شوله
دنيا خو دغه وه چې ورانه شوله
لاره وه، ستوري وو آسمان و، شپه وه
خبره پاتې د کاروانه شوله
تنکي، نتکي زخمونه وټوکېده
د انتظار صحرا ودانه شوله
عقله په تا چې مې باور کړى دى
هغه سودا مې د تاوانه شوله
ستا په خورو زلفو کې ( خو) لټوي
آينه ماته که حيرانه شوله
ما يې په سترګو کې تصوير جوړه و
هسې شکي شوه بد ګمانه شوله
چې مينه خواره شوه که خوار شو زړونه
دغم سودا څنګه ارزانه شوله
ورېځو رنګ راوړ، پوهه شومه
په مېخانه څوک مهربانه شوله
د رقيبانو جوړه کړې دنيا
په اسوېلي د مين ورانه شوله
ستا د بڼو د بڼه ونه وته
سودا که هر څو پرېشانه شوله
د  دړدېدلي زړونو خداى اسره شه
دنيا که ډېره بد ګمانه شوله
د پرهرونو د ګلونو خندا
د ګورو زلفو د بارانه شوله
ورېځې راغلې چې راورسېده
باران راښکې شو چې روانه شوله
بس چې ناڅاپه مخامخ شو سره
سترګې زړې شوې مينه ځوانه شوله
مونږۀ د خپلو زړونو ومنله
په مونږ چې ورانه شوه د ځانه شوله
د نفرتونو تيارې و تمبېدې
چې د الفت شمع روښانه شوله
اوس يې د زړه په رضا پوهه شومه
صابره اوس مينه آسانه شوله


 

                                ***

کله يې سره لکه د سرو سپينو لښکر ووهي
دلته په دې خاوره مين د چا نظر ووهي
ماله د غرونو د مرغيو له غم خوب نه راځي
چې څوک ظالم چرته په غرونو کې نښتر ووهي
چې پکې هغه ياران، هغه محفلونه، نه وي
سړى به داسې پېښور ته څه چکر ووهي
ستا په تکل د خپل وجود سيوري ته ودرېدمه
سړى ستومانه شي چې دغسې سفر ووهي
ستا د بڼو د لښکر هره قصه نوې قصه
کله مې زړه ورانوي کله مې سنګر ووهي
مونږه چې روغ يو خو زموږ د جواب هيڅوک نه وي
مونږۀ چې وران شو نو سيکان هم پېښور ووهي
صابره بيا به ددنيا زورور و پېژنې
خداى دې هوښيار که چې مېخونه دې په سر ووهي

 

 

ګناه

 

د تاريخ د فلسفې نه

دکتاب د مسئلې نه

د انسان د تجربې نه

د غنمو د دانې نه

ما يوه خبره زده کړه

په يوه خبره پوه شوم

چې ګناه هم د کار شى دى


 

 

 

                                  ****

د انتظار په غرغره تېره شوه
په ما بېګا زبونه شپه تېره شوه

چا مې په څنګ کې ستوماني وويسته
څه زوروره زلزله تېره شوه

لکه چې بيا د ځانه نه وم خبر
لکه چې بيا هغه کوڅه تېره شوه

ما او هغې يوبل ليدلي نه دي
کلونه وشو زمانه تېره شوه


 

                              **** 

د ژوند صحراته مې د مينې باديوه راوړې
ما د احساس د ګل په لپه کې لمبه راوړې
زه د مين زړه د رضا نه بغير نه پايمه
ما کله، کله د جانان کلي ته شپه راوړې
زمونږ څه خو يا په سترګو کې لمبې د خمار
يا په تنکي زخم کې ستا د ياد شغله راوړې
د لېونتوب د جنګ په زغره کې مې نغښتى ايمان
د سحر لمونځ له مې له ځان سره نېزه لاوړې
زما نصيب زما د جنګ او جهاد دغه برخه
چې خپله توره مې په خپلو وينو سره راوړې
راشه چې خپل مخ پکې ووينې ځان و پېژنې
ما په ورغوي کې د مينې آينه راوړې
بس داسې لږ د مينې رنګ ورکړه نو ډېره ښه ده
وخته چې تا د نوي ژوند کومه نقشه راوړې
ته راته ووايه چې څه په کر بلا کې شوي
ما په ټکر او په بابړه تبصره راوړې
دغه سړى د محفل رنګ ته ګوري اوروي څه
هم يې غزل راوړې، هم يې قصيده راوړې
بيا به په هر سړي په زور خپله خبره مني
زورور بيا د خپل غرض توره تېره راوړې
د خپل قدرت له نصاب ما خبروي، ما پوهوي
زما قاتل ماله زما د سر کاسه راوړې
زما د غرونو د ښايست د غمه هر سوداګر
د کرش مشين او فولادي سپينه اره راوړې
د انتظار د هاړ تودو غرمو وهلى صابر
د خپل ارمان د ونې سيوري له دمه راوړې

                                     ***

ذرې، ذرې شي چې رڼا ته رسي لمر ته رسي
ستوري د سختو نه تېرېږي چې سحر ته رسي
د مزل ستړي د منزل په مخکې هيڅ هم نه وي
له غرونو اوړي چې سيندونه سمندر ته رسي
چې نښه وي، مين کوڅه د جانان و پېژني
د مات ( ټيکري) په درک سړى ګودر ته رسي
په ما هم هغه څوک د کفر ګواهي ورکوي
څوک چې زما په زور محراب ته ځي منبر ته رسي
په کربلا کې به سحر وي رڼا شوې به وي
چې د حسين پرې کړى سر د يزيد در ته رسي
د محبت په ژبه هغه لېوني پوهېږي
دچا د زړه د زخم څړيکه چې ځيګر ته رسي
شوګيره هغه وي چې شپه ترې سترګه پټه نه کړي
اسوېلى هغه وي چې تاو يې ستمګر ته رسي
د خوشحال څلى ترېنه کوم تيرا ته و تښتوو
د اورنګزېب د اس د پښو دوړه خيبر ته رسي
غر د پېريانو ښاپېرۍ د توره بان ورسي
زموږ د مينې قيصه سر و خوري چې سر ته رسي
ته د صابر زړه دړدوې تاله مزه درکوي
ماسره غم دى چې ازار يې ستا نظر ته رسي
هغه د غرونو لېونى به پکې څوک پېژني
دنيا به نوره وي صابر چې پېښور ته رسي

                                  ***

ستا د مينې په نوم اوس هم ګنهګار دى
هغه ستا لېونى هغسې په دار دى
د احساس د ګل ګرېوان پکې تار، تار دى
خدايه دا څنګه چمن څنګه بهار دى
د وجوده مې چاپېره خوشبويي شوه
دا مې ته په خوا کې تېرشوې که بهار دى
باد شاهان يې د سرو سپينو سوداګر دي
لېوني پکې څوک څه پېژني ښار دى
دا نشه به دې که خير وي سبا نه وي
نن خو خير دى ستا د زلفو اقتدار دى
داچې اس هم د ځوانۍ خوبونه وينم
ما ليدلى ستا د تورو زلفو وار دى
چې د هر څه و په هر څه کې به يې کار و
دا سړى څنګه د هر څه نه وېزار دى
څوک د زړه په زخم هغسې نازېږي
څوک د زړه د شوره اوس هم ناقلار دى
دا چې زه پرې ددنيا رنګونه وينم
دا د کوم اسمان د کومې رڼا تار دى