طنز:                                                                                                                                     عبدالنافع همت

             هلئ راووزئ چې زلزله کېږي!
بلې!
_  پوهاند صاحب زه فريد خبرې کوم، هلئ  ژر له کوره راووزئ چې زلزله کېږي
_  څه شی زلزله کېږي! چاويل؟
_ ايساف اعلان کړی دی ، ژر راووزئ چې وخت ډېر کم دی .
  پوهاند اکبر علمي د موبايل له بندولو سره خپلې مېرمنې فاطمې ته ور ناره کړه : هله فاطمه جانې درمنډه کړه چې زلزله کېږي! له دې سره سم پوهاند صاحب دوې پښې دغه، دوې يې نورې پور کړې او د کور پر دروازه يې ور منډه کړه، کله چې دالېز ته را ووت نو چيغه يې کړه : هلئ زلزله کېږي! له دې سره سم يې په زينو کې منډه کړه خو دوې درې زينې لا نه و کښته شوی  چې نوک يې وخوړ او مخ پر کښته داسې پړمخې ولوېد لکه په اوبو کې چې ډايپ وهي، ډېر ژر بېرته راپورته شو  او په منډه په زينو کې کښته شو . کله چې له بلاک څخه يو شل ګامه ليرې شو نو له سر څخه يې خپله قره قل خولۍ ايسته کړه، د کور د کړکۍ خواته يې وښوروله اوپه لوړ اواز  يې نارې کړې : فاطمه جانې څه شوې؟ هله ژر راووځه. اې! خلکو هلئ ژر  راووځئ چې زلزله کېږي! په دې وخت کې فاطمـه هم په منډه راوره سېده، ورپسې نور ګاونډيان هم راکښته شول . په لږ وخت  کې د بلاک ټول خلک دباندې راووتل . چا بړستنه پر سر را اخستې، چا يو بکس او چا بيا صندلي را اخستې وه، د وارخطايۍ کار و د چا چې هر شی لاس ته ورغلی و بس هغه يې را اخستی و . نيم ساعت لا نه و تېر شوی چې د شاوخوا بلاکونو خلک هم راکښته شول. داسې غالمغال جوړ شو لکه د مينا بچي چې له ځالې را اخلې . يوه بوډۍ ښځه چې سا يې لنډه، لنډه کېده، له يوه درانده بکس سره راورسېده، پر زړه يې لاس نيولی او يوې بلې ښځې ته يې وويل : وۍ خورې که زلزله وشوه نو زما خوبه زاره وچوي، همدا اوس مې د زړه دربی په خپلو غوږو اورم.
 فاطمه چې له يخنۍ څخه يې لاسونه لړزېدل د موبايل نومره ووهله :
بلې!
_ ملالۍ لورې هله ژر له کوره راووزه چې زلزله کېږي.
_  څه شی زلزله کېږي! چا ويل؟
_  نه يم خبره خوزموږ د بلاکونو ټول خلک راوتلي دي، ان داچې پوهاند صاحب  هم راوتلی دی.
_  زلزله څه مهال کېږي؟
_  بس دغه نن شپه کېږي، ډېرې پوښتنې مه کوه ژر راووځه! 
يو سړی چې مدير اسلم خان نومېده او يخنۍ رېږداوه پوهاندصاحب ته ورنژدې شو او ويې ويل :
پوهاند صاحب تاسي خو ډېر معلومات لرئ او تل خبرونه هم تعقيبوئ، دا چا وويل چې نن شپه زلزله کېږي؟
_  ايساف اعلان کړی دی .
_  ښه ښه ايساف اعلان کړی دی، نو زموږ دولت خو تر اوسه په دې باب هيڅ هم څه نه دي ويلي
_  زموږ دولت بېچاره د فيل په غوږ کې ويده دی، خو زه د ايساف تر اعلان پنځه دقيقې وروسته دستي خبر شوم، زه فکر کوم چې دولت به  تر اوسه هم نه وي خبر .
_  نو ايساف څنګه خبرېږي چې نن شپه زلزله کېږي؟
_  ايساف خو پر مختللې ټيکنالوژي لري، بيا نو په ايساف کې هغه هېوادونه هم شامل دي چې هلته
   ډېرې زلزلې شوي دي، لکه ترکيه، امريکا او ... هغوی په دې باب ډېرې ښې تجربې او  پرمختللي وسايل لري.
_  نو دغه هيوادونه چې د زلزلې په باب دومره پرمخ تللي وسايل لري ولې تر زلزلې د مخه  نه خبرېږي چې
    چې خلک خبر شي او دتلفاتو مخه ونيول شي؟
_  خبرېږي او اعلانونه هم کوي خو ټول خلک يې نه ورسره مني، لکه زموږ خلک چې وايي په دې نو 
    ايساف څه خبر دی. 
يو سړی چې يو کوچنی يې په غېږکې نيولی او خپله کورتۍ يې پر اچولې وه  وويل : خدای دې فضل وکړي، دا به څه کوو؟ ته دې خلکو ته وګوره له  اکثرو سره يې نه بړستنه شته او نه کمپله، يوازې په هماغو درېشيو کې راوتلي دي،  که په دې سړه هوا کې تر سهاره پاته شو نو يخني به مو مړه کړي، موږ خو لاخېر دا کوچنيان به څه کوو؟ 
فاطمې وويل چې زه به په منډه ورشم، پيسې او  زر به راواخلم. پوهاند صاحب يې غوږ ته خوله ورنژدې کړه او په  ناز يې ورته وويل : ګرانې ماته ستا ژوند زموږ  تر ټولې شتمنۍ مهم دی،  ماته نه ګورې چې خپل د ډوکټورا بری ليک، مډالونه، کتابونه او ليکچرنوټونه مې ګرده پرېښوول او يوازي مې خپل سر را وايست خو ته په پيسو پسې ځان په لوی لاس په خطر کې اچوې، موږ خو لږ پيسې نه لرو چې ته داسي وارخطايې، خوفاطمې پر خپله خبره ټينګار کاوه ويل يې، خيردی په پنځو دقيقو کې بېرته راځم. بالاخره فاطمه او پوهاند صاحب کورته روان شول، کله چې به يې څلور پنځه ګامه واخستل نو پوهاند صاحب به ودرېد، ويل ته ودرېږه لکه چې زلزله شروع شوه، کله چې کور ته ورسېدل نو ګوري چې د کور دروازه خلاصه او قلف يې مات شوی دی . فاطمه په  ژړا شوه ويل يې، ماخو د کور دروازه قلف کړې وه دا چا خلاصه کړې ده؟  کله چې کور ته ورننوتل نو ګوري چې د المارۍ دروازه هم خلاصه ده، په المارۍ کې چې يې وکتل نو تر خوله يې يوه لويه چيغه ووته، ويل وۍ دې مېنه سپېرو خو ټوله پيسې او زر غلا کړي دي . زما ټول زر او شل زره ډالره ول، ته ودرېږه وګورم چې د صالون شيان خو به يې نه وي غلا کړي . له دې سره سم فاطمه تر مخه او پوهاند صاحب په نيولو ګامونو ورپسې صالون ته ورسېدل، ګوري چې د صالون يو شی هم نه دی غلا شوی، پوهاند صاحب د ټلوېزيون خواته ورتېر شو او په ترخه خندا يې وويل : اوهو دا ټلوېزيون خو لا تر اوسه چالان دی! په دې وخت کې د تلوېزيون له لارې دا اعلاميه خپره شوه : هغه کابل  ښاريان چې د زلزلې له ډاره يې خپل کورونه پرې ايښي، بېرته دي خپلو کورونو ته راستانه شي، ځکه دغه اوازه په بشپړ ډول غلطه او د يوې ډلې حرفوي غلو دسيسه ده . ددې دسيسې په نتيجه کې غلو څو کورونه لوټ کړي خو  پوليسو په دغه دسيسه خبر او ددې ډلې دوه غله يې ونيول.  دغو دوو غلو  اعتراف کړی چې په ښار کې يې په درواغو د ايساف په وينا دغه  اوازه خپره کړې  ده. دوی ويلي چې دا کار يې ددې لپاره کړی چې خلک خپل کورونه پرېږدي او دوی په اسانۍ له کورونو څخه غلاوي وکولای شي .
    

 

 

 

 

 

د ښاغلي همت چاپ شوې د طنزونو ټولګه