شېبه لنډه کيسه

ليک : ارش ننګيال

لکه ماهر نقاش چې  د خپل ناليدلي جانان انځور لکه د اسمان دخيالي پرښتې په شان کاږلی وي . په ليدو يې لکه ګرد په  فضا کې خور شوم، خو کرارکراريې لکه مقناطيس بېرته ځان ته را جذب کړم .
باور مې نه کېده چې دادې (شېيه) وي.
 يوه مياشت وړاندې مې سترګې  ما ته په راغلو ايميلونو کې په يو ايميل خوږې ولګېدې، په بيړه مې په لوستلو پيل وکړ، له خندا ورته شين وم، هغې ليکلي و :  تنده ويبلاګ خاص ستا د ليکنو لپاره ګورم او ستا شعرونه او ليکنې مې ډېرې خوښيږي، خو زه تل ستا تصوير لولم؛ دا چې ولې؟ په دې زه هم نه پوهيږم، خو يوه خبره درته کوم چې له هر شعر او مضمون سره دې يو تصوير زما لپاره په ليکه کړه.
خندا ځکه راغله چې په انټر نټ کې جينۍ په ډېرې اسانۍ ځان هلک او هلک ځان جينۍ کولی شي، ما وې چې کوم ملګرى به را سره ټوکې کوي، له څو پرله پسې ايميلونو دې ته اړ شوم چې زه  يې هم  بايد ځواب ورکړم. ځواب مې داسې وليکه چې ما فکر کاوه کوم ملګرى مې غواړي ما وځوروي، زۀ ورسره داسې چل وکړم چې هغه فکر وکړي چې ګوندې تېر ايستلى يې يم، په خپل رنګ کې مې کوټ ورکول غوښتل .
 بالاخره خبره ان بريښبنډار (چټنګ)  پورې ورسېده.  هغې ويل چې نوم مې شېبه ده له دولسم ټولګي نه فارغه يم  د کابل په کارته پروان کې اوسېږم او په کور کې انټرنټ لرم.
ددې خبرو په لوستلو سره مې داسې احساس کړه لکه پخپله چې کوټ شوى يم . خو بيا مې هم شک د يقين تر سر حده نه رسېده؛ نه مې په ډاډ دا ويلى شو چې زما کوم ملګرى به وي او نه مې داسې فکر کولى شو چې دا دې په رښتيا هم ( شېبه) وي .
 ډېر خواږه ايميلونه به يې راليږل کله، کله به يې يو نيم  شعراو ټپه هم راليږله .  که څه هم چې زما شک لا نه و ورک شوى؛ خو د ورځې به مو دوه درې  ځله په چټ سره  خبرې کولې، ډېره جالبه مرکه يې کوله، ځينې وخت به دا سې هم وشول چې دفتري کارونه به رانه پاتې شو ل؛خو له بده مرغه چې نه د هغې په کمپيو ټر کې کامره وه او نه هم زما، له ډېرې مودې راهسې مې ورنه د انځورونو غوښتنه کوله، چې تل به يې په خوله کې (نه) وه، نور چې له ډېرې تلوسې نه ليونی شوی وم په خپل سر مې ورته قسم ورکړ، چې خپل تصويرونه راولېږي؛ له واره يې يو انځور راولېږه .  د انځور په ليدو سخت حيران  شوم .  ما ورته ووليکل:  چې دا ستا انځور نه دی .
هغې ځواب راکړ :
-  په خپل سر دې راته قسم راکړ، کنه ما چېرته خپل انځور درلېږه، خو يوه هيله درنه کوم چې زما انځورونه خوندي وساتې. له دې خبرې سره يې څلور نور تصويرونه هم راولېږل، که څه هم چې له زړه مې لا شک کډه نه وه کړې؛ خو نه پو هېږم چې د شېبې  انځورونو راباندې څه کوډې وکړې ، تصويرونه مې په سترګو کې شنه شول، هره شېبه به مې سترګو سترګو ته کېدل، بس کمپيو ټر مې زيارت او زه يې ملنګ شوم. ددې لپاره چې له دې حالت نه ځان وباسم د ليدلو مې ورته ووېل؛ زما  له دې خبرې سره سمدستي  افلاين شوه ... زه يې په خپله خبره پښيمانه کړم... پوره يوه اونۍ يې نه ايميل راولېږه اونه هم  انلاين شوه. يوه اونۍ راباندې لس کاله تېر شول. په ورځ کې به مې  لس دولس ايميلونه  ورته استول خو د يو ځواب يې هم رانه غی، ما فکر کاوه چې د ژوند تر ټولو سخته ورځ به مې  همدا وي، هر ه شېبه مې يې تصويرونه کتل او خپله تنده به مې پرې ماته وله . د جمعې اوشنبې له رخصتۍ نه چې کله د فتر ته راغلم نو  په بيړه مې کمپيوټر چلان کړ، داسې لکه الهام چې راته شوى وي  ستر ګې مې د شېبې په ايميل ولګېدې، له  ډېرې خوښۍ نه مې له خولې يوه چغه ووته، خپل شاوخوا همکارانو ته مې د سترګو په کونجونو کې وروکتل او هغه وخت راياد شو چې کله به مې په کمپيوټر کې (ګيم) کاوه د يو(مشن) په ګټلو به مې ناڅاپه له خولې چيغه وتله؛ په بيړه مې  ايميل و لوسته . شېبې له بښنې سره سره ليکلي و چې په هغه ورځ زما کمپيوټر نا څا په خراب شو .
 خو نه پو هيږم چې ولې زما زړه ته دا خبره دروغ ښکارېده. ما هم ورته ايميل وکړ چې ژر انلاين شه، په ټاکلي وخت انلاين شوه. ما ورته وليکل، چې ايا ته زما په خبره خپه شوې يې  چې دا دومره ورځې دې زما ايميلونه نه ځوابول ؟
- (( نه زما کپيوټر خراب شوی و .))
د هغې دې خبرې ماته  د خبرو غوټه په لاس راکړه . ورته ومې ليکل، چې داسې ده نو زما وړانديز دې منلى دی؟
- کوم وړانديز؟
- زما او ستا د ليدو.
- نه نه ما درته عکسونه، نه درلېږل ته رانه د ليدو غوښتنه کوې .
 د شېبې له دې ډول ځواب سره ډېر  قهر راغی ورته مې وليکل :
- که ته زما دا غوښتنه ونه منې بيا به په ټول عمر کې زه در سره خبرې و نه کم . ته زما له احساساتو سره لوبې کوې، ته په ما باندې باور نه لرې ځکه دا  خبره کوې .
همدا مې وليکل او نور له کمپيوټر نه پاڅېدم، تر مازديګره پورې مې ورته هيڅ ايميل ونه لېږه، سبا چې  مې کمپيوتر چا لان  کړ د شېبې په ايميل مې سترګې خوږې شوې، هغې ليکلي و : هر ډول چې ته غواړې هماغسې به کيږي، خو شرط به داوي چې يواځې نه درځم، د ماما لور به مې راسره وي؛ د ايميل په لوستو مې د تندي ګونځې وغځېدې، سبا مازديګر په څلورو بجو مو په نوي ښار کې د روشن پلازې مخ ته وعده کېښوده.
 ټوله شپه مې ويښه تېره کړه، د ورځې خو مې له سره کار ته ګوتې هم ور نه وړې،  ورځ لکه کال راباندې تېره شوه،  له ډېرې خوښۍ، له ټاکلي وخت نه ډېر مخکې د وعدې ځاى  ته ورسېدم، د دکانونو ترمخ ولاړ وم او  هر موټر به مې له نظره تېراوۀ، عجيبه حالت راباندې راغلى و، د زړه درزا مې په خپلو غوږونو اورېده، په ټول وجود مې لړزه راننوتې وه لکه تبې چې نيولی يم، زړه مې کېده چې په يو ځاى کې غلی کېنم خو د ناستې هيڅ ځای مې و نه موند، دې وخت کې يو ټکسي د روشن پلازې مخ ته ودرېده، ګورم چې  دوه جينکۍ يوه له بلې نه ښايسته را ښکته شوې، خو شېبه پکې له ورايه  ښکارېده، پنجابي جامو لا ښايسته کړې وه، هک پک ولاړ وم  نه پو هېدم چې څه بايد وکړم،  د لارويو برند، برند کتلو  په خود کړم؛ ددې لپاره چې  خلک کوم شک ونه کړي  په بيړه يې خواته ورغلم، له لنډ  سلام سره مې ورته وويل :
- درځئ !
زه مخکې شوم او دوى راپسې وې، دريم پوړ کې يو ډېر ښکلی هوټل دى، چې کله کله د چاى څښلو لپاره ورځم، د هوتل په يوې ګوښې  کې  په څوکيو کيناستو .
 شېبه يو څه وراخطا ښکارېده، غټې تورې بڼورې سترګې يې  سره راټولې شوې وې، د اننګيو سرخي يې په ژېړ رنګ اوښتې وه، پورته يې نه راکتل، د خپلو پنجابي جامو د لمنې سره يې ځان بو خت کړى و، د خيال کوترې مې د هوټلي شاګرد(ګارسون) غږ والوځولې .
 - څه شى غواړئ؟
ما شېبې ته مخ واړو
-  څه ته مو زړه کېږي ؟
 له دې سره شېبه وار خطا غوندې شوه، ګوتې  يې پورته واچولې، سترګې يې رډې شوې او د ماما لورته يې اشاره وکړه.
په ټوکو  مې ورته وويل :
- د غټو غټو لاسو نو پرځای دې وړه ژبه و خوځوه.
داسې مې ورته ونه ويل چې د غټ سر پر ځاى، ځکه چې يوه اندازه بده راته ښکاره شوه؛ خوشېبې هيڅ عکس العمل ښکاره نه کړ، لکه زما خبره يې چې هيڅ اورېدلې نه وي.
د ماما لوريې ډېره چلاکه ښکارېده، ګارسون ته يې مخ ور واړاوه :
-  ته لاړ شه بيا موږ درته وايو.
ګارسون ولاړ، د يوې شېبې چوپتيا نه وروسته چې مابلې خبرې ته خوله جوړوله، د ماما لور يې چې ښکته يې کتل  په کراره وويل :
-  شېبه ګونګۍ ده.
خو زما سترګې د شېبې په سترګو کې ګنډلې پاتې شوې .