تنده مې ماته شوه !
له (( تنده مې ماته شوه)) کتاب نه .
ليک : عبدلهادي حيران
ahhairan@gmail.com
جمال د ايمېل خلاصولو سره سم د نکريزې نوم ته وکاته او په شونډو يې مسکا خوره شوه.
هغه ځان داسې احساساوه له بيخي يوې بلې بدلې دنيا ته چې ورننوتى وي (( دا انټر نيټ خو عجيبه بلا ده )) د ځان سره يې وويل او بيا يې يوڅه ځان په دې خبره ملامته هم کړ چې ولې تر اوسه پورې د دې دنيا نه نا خبره پاتې شوى و. خو په څه به خبرېده؟ چا ورته ويلي واى چې انټر نيټ دومره د کار شى دى ؟ چا دا مشوره ور کړې واى چې انټر نيټ زده کړي ؟ بيا يې په زړه، زړه کې نصر الله ته دعا ګانې پېل کړې، دا خو د هغه ددوستۍ برکت و چې نه يواځې د انټر نيټ سره اشنا شو بلکې په يوڅو ورځو کې يې ټول ضروري شيان ياد هم کړل .
په زړه، زړه کې يې د نصرالله استادي هم ومنله بس د څو ورځو خبره وه او جمال بيا د انټر نيټ پراخې او حيرانوونکې د نيا ته ننوتى و، هغه ورته بس بېخي په اسانو ټکو کې ضروري شيان ښودلي وه او نور نو جمال پخپله هم د دومره استعداد خاوند و چې د مزغو نه يې کار اخيستى شو، د نصرالله لارښوونې لنډې خو مهمې او داسې وې چې په اسانۍ سره زده کېدلې، په لږو ورځو کې يې ورته ايمېل، چيټ، ګُوګل سرچ، بحث فورمونو کې برخه اخيستل او نور ضروري شيان ور زده کړل .
جمال په دې ټولو شيانو ځان ښه پوى کړ د ايميل نه وروسته ورته د ټولو نه د کار شى ګُوګل سرچ انجن ښکاره شو.
((هلکه دا خو عجيبه بلا ده! )) ځان سره به يې وويل د نړۍ په مخ چې هره ورځپاڼه غواړې دا يې درته پيدا کوي، چې هر ډول خبرونه ګورې، عکسونو سره علاقه لرې، دا نه وايي چې نشته او بيا دا ايمېل او چټنګ ! دا خو هم ډېر د کار شيان دي نه ترې سړى وزګارېږي، نه پرې ستړى کېږي او نه ترې مړېږي .
هغه سمدستي په کور کې د انټر نيټ تابيا وکړه او په دې دوو مياشتو کې يې د درواغجن خبره ټول انټر نيټ چاڼ کړ د انګليسي او پښتو يوه ورځپاڼه، يوه وېبپاڼه او يو فورم يې پرې نه ښود په ډېرو ځايونو کې يې په خبرونو او کيسو خپل نظر هم وليکه په فورمونو کې يې خلکو سره بحثونه وکړل، ډېرو خلکو ته يې ايمېلونه وليکل، ډېرو سره يې په چټ ګپ شپ جوړ کړ او بيا يې د تکريزې سره دوستي جوړه شوه .
(( ولنټاين ډى دې مبارک شه )) ! دا د نکريزې د ايمېل سرليک و هغه سر ليک ته ټک ورکړ او ټول ايمېل خلاص شو، د ننه د يو لنډ پيغام سره يو ښکلى ګلاب په دوو سپينو لاسونو کې نيول شوى و ګلاب به په مزه، مزه خپلې پاڼې په داسې انداز خورې کړې لکه دوه سرې پستې شونډې چې د خبرو لپاره د يو بل نه بېلېږي او دا توري به ترې راووتل چې (( ولنټاين ډى دې مبارک شه))! د جمال لپاره دا منظره ډېره زړه راښکونکې وه تر ډېر ساعته يې ورته کاته او خوندن يې ترې اخيسته بيا يې د نور ليک په لوستلو پېل وکړ .
(( هاى زړګيه ... هيله لرم چې روغ جوړ به يې نن په ګرده نړۍ کې ولنټاين ډى دى يانې د مينې ورځ ده خلک دا ورځ خپلو مينانو ته د ګلانو او ډاليو په ورکولو لمانځي دې سره مينه زياتېږي. زه هم تاته دغه دوه ګلان ډالۍ کوم او درته وايم چې (( ولنټاين ډى دې مبارک شه .... نکريزه )).
نکريزه د هغې د خپلې وينا له مخې انګرېزه وه خو د افغانانو او افغانستان سره يې مينه او علاقه لرله نو ځکه يې په ځان نکريزه نوم ايښى و، هغې ورته په يوايمېل کې ليکلي وه چې دا نوم يې ډېر خوښ دى هغې ورته خپل يو عکس هم رالېږلى و او ورته ويلي يې و، چې پخوانى مېړه يې انګرېز و، اوس طلاقه شوې ده او د خپل يو ځوى سره په يو کور کې ژوند کوي او دا چې اوس يې کلک هوډ کړى دى چې بل مېړه به نه کوي او که کوي يې نو يو افغان سره به واده کوي اوس داسې معلومېدله چې جمال سرهيې په همدې غرض دوستي جوړه کړې وه، جمال خپل ځآن ورته اته ويشت کلن ځ،ان او ناواده کړى ورشودلى و حال دا چې د هغه د واده لس کاله شوي و، څلور بچي يې هم درلودل او بل واده کولو ته يې هم زړه نه کېده نکريزې ته يې درواغ صرف په دې وجه ويلي و، چې د هغې خبرې پرې ښې لګېدلې، هغې به داسې مينې محبت او خوږې خوږې خبرې ورته کولې چې د واده په ټول لس کاله عمر کې يې کله د خپلې مېرمنې نه نه وې اورېدلې، دې خبرو د هغه د ننه يو اور لګولى و کله، کله چې به يې ورسره په چيټ کې دغسې ګپ شروع کړ نو د مال په تندي به خوله راماته شوه او هر څو که مېرمن به يې د کور په کارونو کې بوخته وه ده ته به يې هيڅ پام نه و، که پام يې هم واى نو هغه په ليک لوست نه پوهېدله، خو ده به بيا هم کله، کله د غل په څېر د خپلې مېرمن په لور ورکتل چې هسې نه پرې پوى شي، بيا به يې په خپل ځان پورې و خندل او وبه يې ويل (( رښتيا دي چې دغله په غره کې ههم ځاى نه وي )).
(( ښه ! نو نن ولنټاين ډى دى ! )). يوځل بيا يې خپلې مېرمن ته و کتل چې د کوټې نه بيرون په خيرنو جامو کې ناسته وه او لوښي يې مينځل بچي يې څلور واړه شوونځي ته تللي وه نو د هغوى تر بېرته راتګ پورې د جمال مشغولتيا انټر نيټ او مېرمن يې لوښي او جامې مېنځل وه.
جمال د ولانټاين دى په هکله ډېر څه اورېدليوه، دا هم ورته معلومه وه چې داد مينانو ورځ ده مګر دا ورته نه وه ياده چې دا په کومه ورځ لمانځل کېږي، نېټې ته چې يې وکتل د فبرورۍ څوار لسمه وه، د نکريزې ايمېل يې يو ځل بيا ولوست، د ګلاب د شونډو ننداره يې هم بيا وکړه او په تصوير کې يې د نکريزې شونډو ته و کاته مګر هيڅ تصوير يې جوړ نکراى شو. ژر ژر يې د هغې څو زاړه ايمېلونه و کتل او د هغې عکس يې پېدا کړ، ښه په غور يې ورته وکتل، بيا يې ايمېل Back کړ او ګلاب ته يې و کتل. بيا ههم هغه انځور نه جوړېده چې د هغه سترګې يې ليدو ته تږې وې .
بيا يې يوه شېبه سوچ وکړ، سمدستي يې کمپيوټر شټ ډاون کړ او بېرون پله روان شو. مېرمن يې پسې غږ کړ(( سړيه چېرته سر بداله روان يې ؟ ددغه ميرات مړي کمپيوټر نه ټوله ورځ نه وزګارېږې خو چې يوه دقيقه ترې راپاڅې نو بيرون منډې وهې ؟ )).
(( نيم ساعت کې راځم )) او ووت.
پوره ساعت وروسته بېرته د کور په دروازه را ننوت په لاس کې يې دوه د ګلانو غنچې او څه نورې ډالۍ وې ټولې يې مرمنې ته ورکړې او ورته يې وويل (( نن په ګرده نړۍ کې د مينې ورځ ده خلک چې په دې ورځ له چا سره مينه لري هغه ته ګلان او ډالۍ ورکوي، ځکه مې دا ګلان او دا ډالۍ درته راوړې، ګلان د مينې د ورځې د لمانځلو په خاطر او ډالۍ په دې خاطر چې زموږ د واده لس کاله په خير خيريت سره پره شول)).
مېرمن ته يې د ناڅاپي بدلون ناشنا ښکاره شو. هغې د واده له ورځې وروسته د خپل مېړه څخه داسې خبرې نه وې اورېدلې اوس د هغو ژوند داسې شوى و چې بس د شپې ورځې تېرولو نوم ورکولاى شې، خو اوس چې يې دا خبرې واورېدې په مخ يې د حيا رنګونه راښکاره شول او زر کوټې ته ننوته لږ ساعت وروسته چې يې پاکې جامې واغوستې او د جمال سره يې خبرې شروع کړې نو هغه د خپلې مېرمنې په شونډو کې يې د ګلاب هماغه انځور وليده چې دده سترګې ورته تږې وې، په خندا سره يې وويل (( تنده مې ماته شوه )) او د کوټې دروازه يې بنده کړه .