غزل

 

هغــسې مــــينــه کـــوم، هغــسې وفــا کــومه

ستـــا هـــغه يــو نظر تــه هغسې دعا کـــومـــه

مــــا چـــې د بــل لپاره څۀ کړي سهي مې کړي

زۀ چــــې د ځــــان لـــپاره څــــۀ کــوم خطا کومه

اوس مـې په زړه او ذهن دسې راخوره ده مينه

اوس چـــې  د چــــا سره خـــبره کـــوم دا کـومه

کـــه ګنــاه نه غــواړي رښتيا ورځ دې نه راولي

زۀ پــه وريـــځو کـــې نــــشه کـــوم ګـــناه کــومه

 

ارواښاد پروفيسر صاحب شاه صابر