نور مې د زړه خبرې نه وايمه
نصرت الهام

نور مې د زړه خبرې نه وايمه
ستا د ښکلا سندرې نه وايمه
نور مې له زړه نه بغاوت کومه
قهرماني کوم جرئت کومه
فکر په نوي حقيقت کومه

دلته جګړه ده دلته اور بل دى
زما په مېنه بل په کور بل دى
يو خوا نړۍ ټوله په جنګ راغلې
او بل خوا غرونه له وسلوډک دي
دوى له وسلو سره په کور ورځي
دلته کورونه له وسلو ډک دي
په چا د خپل قلم نېزه خښه کړم
چرته د کوم يو جنازه خښه کړم
بس دى په دې باندې به فکر وکړم
نور مې د زړه خبرې نه وايمه
ستا د ښکلا سندرې نه وايمه
خو...
دلته زما د قلم ملا ماته ده
زما د سر هډو پر وا نه کوي
دوى مې د کلي په کيسه کې نه دي
زما د غر هډو پر وانه کوي
هغوى له صوات نه څرمن وويستله
د پېښور هډو پروانه کوي
که سر مې مات شو زړه مې هم مات شو
په دغې تورو کې قلم مات شو
نور مې د زړه خبرې نه وايمه
ستا د ښکلا سندرې نه وايمه