انځورګر ايمان المالکي
يادونه : د ايمان المالکي جوړ کړي انځورونه تاسې په تنده کې و کتل چې يو ورور ( څارونکي ) د نوموړي په اړه مالومات غوښتي و ، دا هم د ايمان په اړه لنډ مالومات .
د ايمان المالکي په اړه
ژباړه : الهام
ايمان المالکي په ١٩٧٦ م کې د ايران په پلازمېنه تهران کې زېږېدلى دى هغه د انځورګرۍ د فن جادوګر دى ، له ١٥ کلنۍ نه د انځورګرۍ په زدکړه پېل کړى دى .
د لومړني او ځانګړي تکړه استاد Morteza Katouzian نه يې د انځورګرۍ زدکړه کړې ده څوک چې دايران يو تکړه انځور ګر و .
په ١٩٩٩ کې د ايران هنري ټولنې يوه اتلولي اعلان کړه چې ايمان پکې په دغې اتلولۍ کې بريالى راووت . په کال ٢٠٠٠ ميلا دي کې يې واده وکړ او په راتلونکي کال کې يې بيا د انځورګرۍ يوه لويه سټوډيو جوړه کړه او د انځورګرۍ په ميدان کې يې يوبل قدم کېښود .
ايمان د انځورګرۍ په ګڼو اتلوليو کې ونډه اخيستې ده .
په ١٩٩٩ کې د ايران دهنري ټولنې لخوا جوړه شوې د انځورګرۍ اتلولي .
په ١٩٩٨ کې د SABZ لخوا چې د انځورګرۍ يوه موسسه ده جوړه شوې اتلولي .
او SAADABAD ماڼۍ کې په ٢٠٠٣ کال کې جوړه شوې . اتلولي چې په ٢٠٠٥ کې پکې ايمان لومړي مقام ترلاسه کړ .
همدارنګه د وليام Bouguereau جايزه يې هم ګټلې ده .
د ايمان المالکي د انځورګرۍ ځانګړتيا وې .
دهغه انځور له نوښتنه ډک دى او انځور يې په خپله خبرې کوي .
د ايمان انځورګري د واقعيت تصوير دى ، نه د خيالونو .