ګران نصرت الله الهام ته ډالۍ

يو ځل دې بيا زلمی کړم

بازمحمد عابد

الهامه! تا دې خدای ژوندی لري
درته د زړه خبره سپينه کوم
لنډه يې وايم نن سهار چې مې ته وليدلې
ماته دې څو کلونه وړاندې زلميتوب راياد کړ
زه چې هم ستا په څير زلمی وم نو همداسې اومه
ما به هم ستا په څير
په خپلې سکاڼې غنمرنګې څيرې ناز کولو
کله نا کله به مې پټ په پټه
زړه کې چا ښکلې سره راز کولو
هاغه کيسې د هغې وخت سره په سيند لاهو شوې
اوس موده ډېره تيره
بيا مې يو چا د زړه ګريوان څيرې کړ
يو ناليدلې ښکلا
د تليفون په کرښه
زما زړګی له سينې بوټ ايستلی
پوهيږې! هر وخت راته غوږ کې وايي
بازه چې هر وخت مې په خيال کې راځې
ستا په تن توره جوړه
له طلايي غاړې نه جوړه، جوړه
درسره ښه لګيږي
ځکه خو ما په خپلو نرمو او نازکو ګوتو
تاته په تور ټوکر يو غاړه طلايي جوړه کړه
وايه چې څنګه يې دروليږمه؟
الهامه ! تا ته وايم
نن چې ماستا په تن دا توره جوړه
له طلايي غاړې نه جوړه جوړه
په شين سهار وليده
والله دا زړه مې پرې راټول غوندې شو
پوهيږې! نن مازيګر
چې دمه ځای ته راغلم
ورور ته مې فون وکړلو
ورته مې وويلې
له طلايي غاړې نه جوړه جوړه
هو به هو ستا په شانې توره جوړه
ماته هم جوړه کاندي
ځکه چې زه د يو چا ښکلې مينې
د زړه جونګړې ته راغلې مينې
يو ځلې بيا زلمی کړم
١٣٨٦/٠٤/٠٤
بازمحمد عابد
د کابل منډيي، د زرداد سرای