غزل
نبيله غزل

نن د ژوند د پسرلي په غېږ کې يم
خو سبا به د مرګي په غېږکې يم

د جنت د غېږې خيال راسره نشته
ځکه زه مې د لالي په غېږ کې يم

تخنوي مې راته ګوري راته خاندي
د يو داسې لېوني په غېږ کې يم

لکه پرخه په ګلونو يې پرته يم
د يو ښکلي ګلابي په غېږ کې يم

پښتنه پېغله يم لرې ورنه نه ځم
د ګودر او د منګي په غېږ کې يم