غزل

نصرت الها م

دسرو لمبو خبرې زده دي راته
د اننګو خبرې زده دي راته
ژوندون مې نه دى په اوږو بارشوى
د پښتنو خبرې زده دي راته
زلفې خورې کړه زلفې و غوړوه
د تورو شپو خبرې زده دي راته
سترګې مې سرې نه دي شرابو باندې
د شوګيرو خبرې زده دي راته
د زړه خبرې به دې خود اورمه
چې د لېمو خبرې زده دي راته
ستا دښکلا نظر به مات شي ګرانې
د سپېلنو خبرې زده دي راته
مينه د زړه د دولت پانګه ګڼم
دغه يوڅو خبرې زده دي راته
چې د رباب خبرې اورمه زه
نو د تسبو خبرې زده دي راته

تر هغې وخته به دې زه يادوم
بس چې تر څو خبرې زده دي راته

 

څلوريزه

لکه زېړه زرغونه شوه چې لمده شوه
د حيانه تکه سره شوه چې لمده شوه
په لمبه چې اوبه واړوې لمبې شي
سوځول کوي لمبه شوه چې لمده شوه