ته مې يادېږې اشنا

ته زما نه هېرېږې
خپل ځان ته هم او نورو خلکو ته هم
ما دا خبره دومره ډېره وکړه
چې بس زړګى مې شين شو

اوردو شاعر ( فرحت عباس شاه )
ژباړن :  فرهاد  ( هلمند )
 
له محبت دې څه په لاس راوړل ؟

د خوبونو له نشتوالي
د وصال له کيفيت نه
ورځ او شپه له رياضت نه
څه دې جوړ کړل محبت نه
يوه صحرا د هجر
يو ديادونو ماښام
يوه رڼه اوښکه هم
شولو د مينې انعام

اردو شاعر : نوشي ګيلاني
ژباړه : فرهاد هلمند
 
دعاء

څښتنه نن شپه درنه يوه دعاء کومه
يوه د عاء ده او بس
زما د سترګو نظر واخله رانه
مګر دده د خواږه خوب شمعه بس
همدا سې بله پرېږده
له هر طوفانه امان !!

نوشي ګيلاني
ژباړه : فرهاد هلمند

 
کله هېرېږي له چا

بلا د ژوند د کتاب
پاڼې اووښتي مګر
اولنى رنګ چې په سترګو کې وو
اولنى نوم چې زما پر شونډو
له هرڅه ښه ولږېد
هغه مالت او هغه خړ کورونه
هغه د مينې لومړنۍ پديده
ها ستا د سترګو نا اشنا کيفيت
زما باڼه له حيا ټيټ شو درته
هغه د (( نه )) ويل او
هاغه  معصوم اقرار
هغه د (( هو )) ويل او
بې تکلفه انکار
د مينې دا رنګونه
کله هېرېږي له چا

اردو شاعره : فاخره بتول
ژباړن  :  فرهاد هلمند