هغه ...

انتخاب : عبدالوهاب بلال

 لکه غزل د شاعر
لکه جادو د ساحر
لکه د سترگو ساغر
لکه نغمه د رباب
لکه غوټۍ د گلاب
لکه د مينې کتاب
لکه هوا د سهار
لکه د مينې خمار
لکه اواز د ابشار
لکه شپېلۍ د شپونکي
له درزا د زړگي
لکه اوبه د منگي
لکه نغمه د بلبل
لکه مطلع د غزل
لکه شمله د اتل
لکه ښايست د سپوږمۍ
 لکه اواز د شپېلۍ
لکه د وصل باران
يا
لکه خيال د جانان
خو له ما دومره لرې
لکه سپوږمۍ د اسمان

 

دوه بيتونه

د سينگار په رنگينو کې راته خاندي
پسرلى دى په وږمو کې راته خاندي
خلکه داسې په ساده جانان مې سر دى
په ژړا شي په سلگو کې راته خاندي