هايکو ګانې
يحيى يعقوبي
ما ويل غزل کې دې تصوير جوړوم
نو په خندا يي راته غبرگه کړه چې
دا شاعري دې ته له ځان سره کړه
نور به گلاب زه يار ته نه ورکوم
نن يي گلاب راته ميده ميده کړ
وى دا سوگت ياري مې نه خوښيږي
دې يارانې نه مې توبه ده گلې
چې مې پوښتنه په مودو نه کوې
نو مس کالونه خو بيا مه راکوه
05.11.2007
- نصرت الهام
غزل
نصرت الهام
نرۍ ژړا مې لا په ياد پاتې ده پکې موسکا مې لا په ياد پاتې ده
د وصل هره شېبه هېره رانه د زړه درزا مې لا په ياد پاتې ده
هغه کنځا مې اوس له ياده وتي هغه دعا مې لا په ياد پاتې ده
د لېونتوب مې نور څه نه دي په ياد يوه صحرا مې لا په ياد پاتې ده
هغسې بيا وګوره ، بيا م...
06.11.2007
- نصرت الهام
هغه ...
انتخاب : عبدالوهاب بلال
لکه غزل د شاعر لکه جادو د ساحر لکه د سترگو ساغر لکه نغمه د رباب لکه غوټۍ د گلاب لکه د مينې کتاب لکه هوا د سهار لکه د مينې خمار لکه اواز د ابشار لکه شپېلۍ د شپونکي له درزا د زړگي لکه اوبه د منگي لکه نغمه د بلبل لکه مطلع د غزل لکه شمله د اتل لکه ښايست د سپوږمۍ لکه اواز د شپېلۍ لکه د وصل باران...