غزل

نصرت الهام

نرۍ ژړا مې لا په ياد پاتې ده
پکې موسکا مې لا په ياد پاتې ده

د وصل هره شېبه هېره رانه
د زړه درزا مې لا په ياد پاتې ده

هغه کنځا مې اوس له ياده وتي
هغه دعا مې لا په ياد پاتې ده

د لېونتوب مې نور څه نه دي په ياد
يوه صحرا مې لا په ياد پاتې ده

هغسې بيا وګوره ، بيا مسکۍ شه
هغه ادا مې لا په ياد پاتې ده

د بېلتون توره تياره نه هېرېږي
توره بلا مې لا په ياد پاتې ده

چاوې جنت کې نو ته ولې ژاړې ؟

ماوې دنيا مې لا په ياد پاتې ده