څلوريځه
دا چې ځان سره خندېږي دا جينۍ
په يارۍ باندې پوهېږي دا جينۍ
لکه اوښکه مې په سترګو کې مسکۍ ده
په زړګي کې مې اوسيږي دا جينۍ
01.11.2007
- نصرت الهام
شهزاده شيرين زوى
په دوه لاسو جوړېږي نه،څلور لاسونه نه شتهد وران کاله له ستر سره ورور لاسونه نه شته
يوازې ژوبل،ژوبل امېدونه يې ملاتړ ديزما د ارمانونو تر شاه نور لاسونه نه شته
د خداى د مرستې وړانګې،وړانګې لاس په ايښىد تکې تورې ورېځې پرې تک تور لاسونه نه شته
بې درد چې يې په څېرې ګرېوانه پورې موسکىيتيم ويل زما د ګرانې مور لاسونه نه شته...
05.11.2007
- نصرت الهام
غزل
نصرت الهام
نرۍ ژړا مې لا په ياد پاتې ده پکې موسکا مې لا په ياد پاتې ده
د وصل هره شېبه هېره رانه د زړه درزا مې لا په ياد پاتې ده
هغه کنځا مې اوس له ياده وتي هغه دعا مې لا په ياد پاتې ده
د لېونتوب مې نور څه نه دي په ياد يوه صحرا مې لا په ياد پاتې ده
هغسې بيا وګوره ، بيا م...