شهزاده شيرين زوى


په دوه لاسو جوړېږي نه،څلور لاسونه نه شته
د وران کاله له ستر سره ورور لاسونه نه شته

يوازې ژوبل،ژوبل امېدونه يې ملاتړ دي
زما د ارمانونو تر شاه نور لاسونه نه شته

د خداى د مرستې وړانګې،وړانګې لاس په ايښى
د تکې تورې ورېځې پرې تک تور لاسونه نه شته

بې درد چې يې په څېرې ګرېوانه پورې موسکى
يتيم ويل زما د ګرانې مور لاسونه نه شته

د نورو په لمسون يې ورانېدو ته بلا ډېر دي
له نورو نه چې وژغوري خپل کور لاسونه نه شته

بدلون ترې د بمونو او توپونو په لور پرې دي
زمونږ د ځينو ګلو چې سمسور لاسونه نه شته

شتمنه(ج) ما ځولۍ د امېد ستا در ته نيولې
شتمنه د امېد مې ستا په لور لاسونه نه شته

ضمير ما شيرين زوى ته وايي سپينه وينا ليکه
الله(ج)خو شته که تا سره د زور لاسونه نه شته