هايکوګانې

داود عربزی

يوه سړي بل تـه دښځې شکايت کولو
ويلې چې ډانګ په لاس وهـل راکوي
ده ويلې مــاڅـه پــاغونــدو کې ساتي

پـــرلارپــالي مــامـا تــه کښېناستم
ويلې چې ستاپه نصيب دوه ښځې دي
مـــاويلې زه يې دې يــوې نـــه تنګ يـم

پــــه لاره تــلـمـه يــوسړی مې وليــد
قـــراقـــولـــي پـــــه سروه وچ کـــړس وو
چې ورته ځيرشومه خادم غوندې ؤ

په مورنۍ ژبه يې زده کړه غوښته
خلکو په تيږو باندې وويشتلو
ويلې کافرشوې کليمه ووايه

څلورم مکروريان – کابل