پام کوه
ماشی ته ګوتی مه وروړه

 

 

 

 

 

ځواب

څو کا له وروسته مې د خدای بښلي اسحاق ننګيال صيب د شعرونو غونډ راواخيست اوږده شيبه مې د کتاب په مخ  د روان سيند څپو سترګې نيولې وې،خو ،چې ( سيند ونه هم مري ) نوم مې واخيست  نو ننګيال راته د خدای پاک هغه نازولی ولی ښکاره شو، چاته  چې خپل ژوند ټول د خيا ل په اءينه کې ښکاره وي، هغه داسی و لکه پيړۍ پيړۍ ژوند، چې يی کړی وي،هغه ډيري تر خي ورځي اود ډيرو تجربو خاوند و
(سيندونه هم مری)
ننګيال صيب په دغه نوم کې هر څه ځای کړي ، ځکه کله ، چې سيندونه مړه شي،نو وايه د نړۍ هيڅ مو جود هم د پا تې کيدو وړ نه دی  او دا ضرور ده چې  يو ځل به مری.
 د کتاب په اخری مخ د ننګيال صيب يو داسي تصوير پروت دی،چې رحم ، عا طفه،د هغه خپل ملنګي غروراو نور ډير څه په کې له ورايه ښکاری ، خو که لږ ورته ښه به ځير وکتل شي ، نو لکه همدا شيبه،چې ننګيال د خپل سپين اس په وزرونو  د غرونو په سرونو  ګر ځي، خو د اس په شا دا سپور شهزاده د خوښۍ نغمی نه وايي، بلکې د غرو نو هری څيړۍ ته د خپلو هغو وګړودردونه اوروي، چې پر هرونه يي د يوي اوږدی غميزې دا ستانونه وايي
 ننګيال صيپ اوس هم په خپل سپين اس باندي د غرو نو په درو کې سپور ګر ځی،خو موږ غوندي خلک يي نه شی ليداي،ځکه په  موږ او تا سو کې ډير داسې دي ،چې ستر ګې يي هغه وړانګې نه لري  په کومو،چې د ننګيال سر شاره اس ليدل کيږي.
موږ هغه سره هيڅ نه دي کړي،هغه په خپل زور ژوندي او ياد دي ،هغه له داسی هستيو جوړ دی چې تر اوسه لا په ځاي دي هغه ويلي غر ....سيند .....ځيړۍ
زه له همدغو جوړ يم
غرمې هډوکي
سيند مې وينه
 او هر رګ مې د  څيړيوڅانګه
 زما يي نوم د غره او سيند او د څيړيو په لا سو ليکلی ....)
هيځوک نه شي ويلای، چې ننګيال نشته ،ځکه هغه له غره ،سيند، او څيړيو نه جوړ دی ،غر لا هما غسی هسکه غاړه ولاړ دی ، سيند يي په غيږ کې بهيږي او  پيغلې څيړۍ لا تر اوسه  په ما تو اندامو نو د سيند څپوته نا څي
هو ...)
د ننګيال د سيندونو په څپو پراته انځورونه د ننګيال ژوند دی ، ننګيال صيب د همدغو انځورونو په منځ کې مسکی دی ، هغه ټوله ورځ د دنګو غرونو په درو کې په خپل سپين اس سپور ګرځي، خو نه ورسره توره وي او نه نيزه،هغه د هو سيو ،زرکو او غر څنيوسينې په غشو نه ولي،هغه ورته په ټپونوپټۍلګوي او ټپو نه ورته په خپلو او ښکو مينځي.
خدای بښلی ننګيال ښکاری ته هم د سوال لپه نيسي او سلام ورته کوي چې د بې ګنا مرغيو ازار وا نخلي.
ای ښکاري اشنا درته سلام کوم
پام کوه ماشې ته ګوتې مه وروړه
څنګه چې غر ولادي، څنګه چې سيند روا ن دی اوڅنګه چې اوس هم لا څيړۍ په ماتو څانګونڅاګاني کوي،دغسې لا د ننګيال سپين اس له پښو نه دي لويدلی او اوس هم زين ولاړ دی ، خو،... هغه شهزادترېنه ډير لري تللی:
اس لکه بوت هسی حيران ولاړدی
نوريي له پوندونه ګردونه د زلموپه څنونه وريږی
اس لکه مست خامار
د غاړې هسک بيرغ پر خپلو شلو او خوبوړواوږونه شي وړلی
اس لکه بوت هسی حيران ولاړدی
نوريي د توروغزلونه د ګامونوتندرونوکې زرغون شول
نوريي دلوړوغرو له څو کونه را نه وړلې دشنو شنو تو پانونوکيسې
 دا اس بې تورې بې جنډې
ځومره بد رنګه ښکاري
د ننګيال صيب د سيندونو له لومړيودو مخونونه،چې سړی واوړي ، نو دننه دغزلو.داستانونو،او ازادو شعرونوسر ليکونه په لسو مخونوکې کتار پراته دي ټول ١٩٣سر ليکونه دي ، چې د کتاب ٣٢٣ مخونه ترې جوړ يږی،په کتاب باندی د انځورصيب اواستاد محمد اسماعيل يون یا دښتونوته په پام
خدای بښلی ننګيال په لنډ ژوند کې له خپلې شاعرې پر ښتې سره ډ يرنیږدې پاتې شوې د هغه د زړ دنيا په شعر ودانه وه او يواځې د شعر پر ښته وه.،چې هغه سره يي د دردونواو مرګونوپه ما حو ل کې شپې تېرولې
د هغه د کتاب هر يو سر ليک دومر ه زور لري، لکه يو ځانګړی کتاب ،
د ننګيال صيب د شهکارې شاعرۍسيوری په ډيرو ځوانانوخپوردی، دهغه دا ارمان و چې يو ورځ خپل ټول شعرونه ټول په يو ځای د کتاب په بڼه وګوري، يون صيب ليکې چې شعرون يي ټول په يو ځای چا پيده،ماهم دننګيال په څير ارمان وکړ،چې که دا مجموعه چاپ شو،نو زه به يي د الينګارد ښکلې شعرانه درې بسرام کلي کې دننګيال پر قبر کيدم او مبارکي به ورته ورکړم ،د هغه روح په څومره خوشحاله شی او هغه ارمان چې په ژوند يي پوره نه شوپه مرګ خوبه يي پوره شی
دادي د استاد يون او ننګيال صاحب دواړو ارمان پوره شو
زه ارش جان ته مبارکې وايم اوورته د ژوند په سړو او تودو کې ورته بری غواړم، څه موده وړاندی يي راباندی د پلار د قبر د جوړيدو زير ی وکړ،باور وکیء ډيره مزه يي راکړه  ، بيآ چې کا بل ته لاړم ،نو له دې هم خبرشوم چې ډير ژر به دانش خپرنړوپه ټولنه دننګيال صيب د مقالو نا چاپه مجموعه ( سيند په منګی کې) چاپ کړی او ددي تر څنګ به (سيندونه هم مری ) بيا را ژوندي شي
په دا وروستيوکې مې لا دا زيرې هم واوريده ، چې په ارو پا کې د افغانانوکلتوري ټولنود ګډې جر ګې په استازيتوب به بلجيم کې د هيواددستر اونوميالیشاعرخدای بښلی اسحاق ننګيال پنځوسمه کليزه د ردان کال د نومبر د مياشتی په دولسمه ددغه هيواد په پلاز مېنې بروکسيل ښار کې لمانځی.
هغه ورځ مې چې د کتا بونوالمارۍسموله،نو د خدای بښلي ننګيال( سيندونه هم مري)کتاب پکې سم سلامت ايښی و،ګردونه مې ترې پوه او د کټ سرته مې کيښوده هره شپه مې ترې يو يادو شعرونه لوستل ا و باور وکړیء دسيندونودې څپوته تر ډيره د ننګيال د خيال او فکرپه لوړو ژورو وګر ځولم
                                       روح دې ښاد وي
                                      عزت الله ځواب
                                      د مينې جونګړه / جلال اباد