يادونه : دا هم د ښاغلي شاه سعود سعود څو په زړه پوري شعرونه ، په راتلونکي کې هم د تکړه شاعرانو له کتابونو انتخاب غزلونه په www.tolafghan.com/thanda کې لوستلى شئ .

تنده

غزل

زه روان دهغه ټکي په تکل کې
چې ابد لري په لپه د ازل کې
هر يقين راته د شک په نظر ګوري
ورکه لاره لټومه په ځنګل کې
يو حسرت يې راله ستا د مينې راکړ و
بل قدم يې راله کم کړلو مزل کې
هر نظر به دې د نور مراقبه شي
که ډيوه دې کړه روښانه په غزل کې
که رڼا يې راله راکړله سعوده
زه به سترګې ورله ورکړم په بدل کې

سيد شاه سعود
 
يوظالم ښکاري ته

هغه چې زرکو ته دې دام ايښى و
هغه خو ټولې درنه والوتلې
د زاڼو لوړ تندي ته نه رسېدې
د هسک همزولې درنه والوتلې

ايلۍ ګوزار نه مخکې پورته شوله
کونتر خطا شو چې ګوزار دې وکړو
او چې بلبله درنه بچ لاړله
نو په کنځلو شوې ازار دې وکړو

بيا چې د باز پلو دې وکتل نو
زړه کې دې راغلل چې ګوزار عبث دى
چتو له راغلې خو ناکامه لاړې
ورو شان دې ووې چې دا کار عبث دى

ښکاري په هيڅ درنه خفه نه يم خو
دا د مرغۍ بچى دې څه له ويشتو
ده خو لاغشي لينده نه پېژندل
دى خو ماشوم و دى دې څه له ويشتو
 
لېونتوب

سترګې يوځاى کې پرتې وي
ژبه بل ځاى کې پرته وي
نه څه وي او نه څه نه وي
بس وړه شانتې شېبه وي
کله کال شي کله ورځ شي
کله تکه سره غرمه شي
چې وجود مې په قيام شي
نو تندى مې په سجده شي
چې تندي پسې روان شم
نولاسونه رانه هېرشي
چې لاسونو پسې ګرځم
نو د زړه دوران مې تېر شي
کاڼي خاندي بوټي خاندي
هرڅه ماته په خندا وي
نه مې ورځ وي نه مې شپه وي
نه تياره وي نه رڼا وي
کله سيند سره روان شم
ورته خاندم ورته ژاړم
کله کاڼو ته ولاړيم
ترېنه خپله څهره غواړم
کله وايم چې ولي يم
کله وايم چې حيوان يم
کله ځم او رانه هير وي
چې داڅه پسې روان يم
 
غزل
څاڅکى لټومه په سېلاب کې رانه ورک شولو
حسن د حمزه بابا کتاب کې رانه ورک شولو
خدايه ! څنګه راز و چې له ځانه يې جدا کړمه
ګل کې مې موندلى و حباب کې رانه ورک شولو
غم راسره پاتې شو خندا راسره پاتې شوه
زړه مې ستا دسترګو په درياب کې رانه ورک شولو
اوس به مې د مينې پرېشانه سجدې څه کوي
لاړلو تندى خو په محراب کې رانه ورک شولو
مينه وايي شته دى خو په سترګو کې ځاييږي نه
عقل وايي و خو په حساب کې رانه ورک شولو
 
غزل

زوال به نه و په چمن کې به وږمې ښکارېدې
ګلاب که ستورى واى نو وړانګې به يې ښې ښکارېدې
رڼا  چې وه نو هم د هغو دوو ډېوو رڼا وه
هغه ډيوې چې به ترننه راته مړې ښکارېدې
سپرلى چې راغلو نو په هرڅه باندې ورسېدم
همدغه هرڅه وو چې ماته به پردې ښکارېدې
څه زورور غوندې خيال و ستا د مخ جانانه
راته به هرڅه کې د مينې فلسفې ښکارېدې
لمونځ له به نه راتلو جمات کې به چا نه ليدو خو
بېلمانځه نه و په تندي کې يې سجدې ښکارېدې

 غزل
سترګې مې سکروټې دي لمبې راسره مه کېنه
وبه سوزې اور يمه نژدې راسره مه کېنه
لاړشه اول سترګې چانه پور کړه بيا راوګوره
داسې بې نظره بې نامې راسره مه کېنه
 ګل شه پسېلى شه چې ژوندون درځينې زده کړمه
چوپ لکه د قبر دلوحې راسره مه کېنه
ځان راته ظاهر کړه چې څه ښه لرې څه بد لرې
پاک لکه د نور د فرشتې راسره مه کېنه
وخته هماله شه چې دې دنګې څوکې سر کړمه
پاسه تن اسانې زمانې راسره مه کېنه

غزل

دشر او د نفرت يوه نامه ورباندې نشته
سعود درسره ښه دى چې نقطه ورباندې نشته
زړګى د لمر نه ښه دى چې جانان پکې اوسېږي
سپوږمۍ له ځمکې کمه ده کعبه ورباندې نشته
د حسن په هنداره کې مې سترګو ته چې ګورم
د قبر غوندې ښکاري خو لوحه ورباندې نشته
وجود دې دلباس او د نظر په مېنځ کې ګيردى
تندى دې بتخانه ده کليمه ورباندې نشته
داځمکه چې تياره ده جوړې ورځه ترېنه تلې
داستوري چې ځليږي جوړې شپه ورباندې نشته
سعود خو ايله اوس له خپله ځانه رابهر شو
پرواز به څنګه وکړي لا بڼه ورباندې نشته
 
غزل

ستوري دې بېل کړه څراغونه بېلوې او که نه
دعا دې خلاصه ده لاسونه بېلوې او که نه
هسې نه زه په تخيل کې درسره پاتې شم
جانانه ماسره يادونه بېلوې او که نه
ستا د سپرلي په رنګينيو پوهېدل غواړمه
زما په سترګو کې رنګونه بېلوې او که نه
د پښو نه لاندې خو دې ځمکهه ټوله ووېشله
د سر دپاسه اسمانونه بېلوې او که نه