ولې فکر کوم ؟
خوشحال خليل

په کور کې د دفتر فکر راسره و په منډه مې ځان ورورساوه ، هلته بې شمېره فکرونه راته پيدا شول چې څه به کوم ؟ ا و له کوم ځايه به يې پيل کوم ؟
په ورځپاڼه کې د يو دوه سر ليکونو په ليد و په دومره ژورو فکرونو کې کېوتم چې ان د غرمې د ډوډۍ زنګ و ګړنګېده ، سم دواره د ډوډۍ په فکر کې شوم، چې څه به يې پاخه کړي وي .
د ډوډۍ په شل ګزي مېز دوه تنه په خپلو کې سره په خبرو ګډ و، د هغوى خبرو لا په فکر کې واچولم ، دغه شان د هرڅه په اړه فکر کول زما کسب ګرځېدلى ، ددې ټولو فکرونو سلسله لا نه وه شلېدلې چې مازديګر شواو کورته د تګ په فکر کې شوم، ځکه په کور کې هم يو عالم خبرې دي چې سړى فکر کولو ته اړباسي .
بالښت ته مې ډډه ووهله، ماشومان له ډاره غلي ناست و، تلويزيون مې چلالان کړ، په تلويزيون کې ګردى مېز و، د خپرونې چلونکي له څلورو صاحب فکرانو څخه د کومې مهمې مسئالې په اړه د هغوى فکر معلوماوه ، پوښتونکي د هرې پوښتنې په سر کې خامخا ويل (( ستا سو په فکر دابه څنګه شي ... ، په دې اړه څه فکر کوئ .. )) .
د پروګرام مېلمنو به بيا دا جملې ويلې (( زه فکر کوم، زه فکر نه کوم ، زما په فکر ، د هغوى په فکر ... ))
دوى به چې د کومې مسالې په اړه خپل خيالت او فکرونه بيانول ، ټولې هغه خبرې وې چې په اړه يې له ماسره هم ډېر فکرونه و، خو داسې څوک نه و چې ورسره شريک کړي مې واى .
دا خبرې او فکرونه څه داسې و، چې زما په ګمان زما دښځې فکر ورباندې نه رسېده، او که ورته ويلي مې واى ، نو له هغې څخه هم يوه سودايۍ او فکرمنده ښځه جوړېده، چې دا ماته د کور د ورانېدو په معنى اوفکر ښکاري .
همداسې په فکرونو کې سر په زنګون ناست وم ، چې ښځې مې راته وويل سړيه څه فکر کوې  ، زړه ته مې راغله چې راځه په تلويون کې د ناست مفکر په شان ورته شمېرلې او سنجيده خبرې شروع کړه خو بېرته له خپل دغه هوډه وګرځېدم او ساده ځواب مې ورکړ .
ولا نه پوهېږم چې ولې فکر کوم؟

www.tolafghan.com/thanda

ilham_khadarkhil@yahoo.com

0093779696671