.

.

.

نصرت  الهام

غزل

ژبه پسته لکه لنډۍ لري

مين دى ، ځکه خو شپېلۍ لري

لا دغزل په ژبه نه پوهېږي

څوک چې نفرت له زندګۍ لري

د هغوى ټوله دنيا خپل کور دۍ

ها چې په دښتو کې کېږدۍ لري

زلمى حجره لري چلم لري

پېغله ګودر لري ، بلۍ لري

اوس به مې عمر انتظار کې تېر شي

اوس د نرګسو غاړکۍ لري

الهام انسان دى په يو حال ندى

ځکه ګرېوان لري ، ځولۍ لري

 

څلوريزه

بس شوګيرې وي، زه وم ، خوب وي مين شوى يمه

سهار مې سترګو کې پړسوب وي مين شوى يمه

د چا دشونډو د مسکا تصوير مې خيال کې ګرځي

نو که همدغه مينتوب وي مين شوى يمه