ارواښاد اسحاق ننګيال ته
کلی هماغسې دی
عزت الله شمسزى
دادی کلونه پس دې بيا د وره تر څنګ تېريږم
زړه جونګړه کې دې لاهم څراغ نه بلېږي
تر اوسه هم ټيک پر اوربل سپوږۍ راوتې نه ده
ډيره موده شوه دسباهنداره نه ځلېږي
لا دې هم چم ته زولنې د انديښنو پر تې دي
لاهم بزګر په خواره خېټه کرونده اړوي
لږ سترګې لوڅې کړه ما ضي نه تېر شه حال وګوره
چې وخت زموږ دوينو جام څه په مزه اړوي
ته ښه وې غږ دې دنسيم اوسيند په زوږ کې ورک شو
موږ يو د تورو دنګو غرونو په څير غلي ولاړ
ته لکه باد د پستو شګو په درمند کې پټ شوي
موږ يو دخپل مرګ نندارې ته لکه څلي ولاړ
تا پرون وليده چې ستا طلايي ښاروسوځېده
او نن زما مخکې غرور زما د غرونو مات شو
ډير يې ستومانه کړو د ذوق ډيو ې مو مړې شوې ٍاشنا
د ژوند جګړه کې زياتي زموږ د زړونو مات شو
ستا عاطفې پرېښوه ددې بې خوند ه ژوند ننداره
زموږ احساس په کې خپل مړه کا لبوت ته ساه لټوي
تا د څپې په څېر ښايسته شاعرانه ژوند پرېښود
زموږه روح ځانته ډنډوکي دنيا لټوي
نو ګرنه پام چېري زموږ دژوند ارمان ونه کړي
داسې بې مينې چې ژوندون شي هيڅ مانا نه لري
يو جلوهلي لاروي ته په کې سيوری نه شته
زموړه زړونه سوې دښتې دي ښکلا نه لري
نوچې رڼا نه وی ښکلا نه وی شور څنګه زېږي
داستا په کلی کې اوس لمر او سپوږمۍ دواړه نه شته
بس پيره چيرته چې ښېښه ماته غزل شهيد شي
داسې يې وګڼه د ژوند خوندونه واړه نشته