ځواکمن !

يوه ورځ يو سنګتراش هغه څوک چې ډبرې توږي، له خپل کار نه خپه او ناراضه په داسې حال کې چې د کمترۍ احساس يې کاوه، د يو سوداګر د کور له څنګه تېرېده، په زړه کې يي وګرځېدل چې دا سوداګر څومره ځواکمن او خوښ دی، هيله يې وکړه چې کاش دی هم سوداګر وای.
په يوه لحظه کې له هغه نه يو ستر سوداګر جوړ شو، تر يوې مودې يې فکر کاوه چې دی تر ټولو بډايه دی، تر دې چې يوه ورځ د سيمې واکمن له دې ځایه تېرېده،  سنګتراش وليدل چې ټول خلک واکمن ته څومره احترام کوي، دې سړي له ځانه سره فکر وکړ چې کاش زه هم واکمن وای. په درنګ شېبه کې واکمن شو، ګوري چې د تخت له پاسه ناست دی، او ټول ښاريان ورته لاس په نامه دي، احساس يي وکړ چې د لمر تېز حرارت يې ځوروي، په زړه کې يې ورتېر شو چې، لمر خو تر ما ډېر ځواکمن دی، کاش چې لمر وای، همداسې وشول، په يوه شېبه کې ترې لمر جوړ شو، ده پخپل ټول توان هڅه وکړه چې ځمکه خورا ګرمه کړي، خو ليدل يې چې د ورېځو لړۍ پرې رادرومي. د حرارت او رڼا مخه يي ورته ډپ کوي، په همدې مهال يې فکر وکړ چې د ورېځو زور تر لمره هم ډېر دی، نو په ورېځو د بدلېدو هيله يې وکړه او همداسې وشول . لږه شېبه وروسته يو توند باد راغی، د ورېځو راټوله لړۍ يې وپاشله، هيله يې وکړه چې باد شي، دا هيله يې هم پوره شوه، خو کله چې يوې ډبرې ته ورنږدې شو، نو د خوځولو توان يې نه درلود، له ځانه سره يې وويل چې ټول ځواک خو له ډبرو سره وي، په ډبرې د بدلېدا هيله يې هم پوره شوه . هماغه راز چې په ډېر غرور او لويي ولاړه وه، ناببره يې يو غږ تر غوږو شو او احساس يې وکړ چې توږل کيږي، نو لاندې يې وکتل چې يو سنګتراش يې تر خوا ولاړ دی او توږي يې .

ساجدالله شوکت یعقوبي