غزل

د  مينې سيند چې د يقين پر ژۍ ګمان ته اوړي
تاوان له دغه ځايه فصل د ايمان ته اوړي

خيال مې چې کله لاره ورکه کړي ستا در ته درشي
په ناچارۍ کې سترګې خاماخا اسمان ته اوړي

مرور غم  دې زړه ته څه په ټيټو سترګو راغی
لکه ماجر چې په واپس افغانستان ته اوړي

ځار د پښتو له فلسفې ،چې غشی بل ته جوړ کړم
څو شېبې پس مې د کمان مخه خپل ځان ته اوړي

د سوز او ساز وجود د عشق په نري تار تړلی
ګېډۍ ،ګېډۍ څڼې په شړک ،شړک يه قربان ته اوړي

د زړه د درد اوښکو دې وېوړه د غومبورو مزه
د سرو کوترو رنګ د شنه ژمي باران ته اوړي

پښتون به بيا له فرعوني قتل عام کوم پلو ځي ؟
موسی به بيا چې د کوم مصر بيابان ته اوړي ؟

جلال امرخېل