غزل
د الهام پر کرښه
زاهده ته خو په کې کـار نه لرې، هــــــــــــــــــــېڅ نه لرې
په دې نړۍ باندی اتبار نه لرې، هـــــــــــــــــــــــېڅ نه لرې
چې ټوله شپه ستوري ونه شمارې شــــــــــبګېرو نه کړې
چې غرونه غرونه انتظار نه لرې، هــــــــــــــــــېڅ نه لرې
له ډېره درده چې ترپــــــــــــــــــــــکې نه کړې ونه ژاړې
چې په ګوګل کې زړه بيمار نه لرې، هــــــــــــــــېڅ نه لرې
چې په خوبونو کې څوک درنشــــــــي راويښ دې نه کړي
د چا ديدن ته چې تلوار نه لرې،هـــــــــــــــــــــــېڅ نه لرې
زمونږه کلی که تیاره وو مونږه هـــــــــــــــــــــــر څه لرل
خو ته چې اوس د رڼا ښار نه لرې، هــــــــــــــــــېڅ نه لرې
هندوې پېغلې دا منم چې ښکلې ســـــــــــــــــــــــترګې لرې
خو پکې سل منه خومار نه لرې، هـــــــــــ_ـــــــــېڅ نه لرې
پټه په زړه کې خو په دې خبره ښـــــــــــــــــــــــه پوهېږې
چې ګلستان غوندې وزګار نه لرې، هــــــــــــــــــېڅ نه لرې
ګلســــــــــتان شـــــــــــينواری
برېښناليکپته: gulistan_shinwari@yahoo.com