غزل

ناڅاپه مې راوګرځېدې زړه باندې ماښام

ډوډۍ مې پخوله تناره باندې ماښام

په زړه کې مې وه جوړه پاچايي ستا د الفت

ولاړه ومه خدای ته په لمانځه باندې ماښام

راځه چې ترې ولجه کړو پاچايي د رڼا ورځ

راځه چې کانې وکړو بېلتانه باندې ماښام

ثواب مې د دعا او د اذان له خدایه غوښت

روژه مې ماتوله ستا په خوله باندې ماښام

رمه د ژوندانه، لېوان د کرکې ترېنه خوري

راغلی دی په دښته کې شپانه باندې ماښام

دعوه مې د هرڅه ځکه کوله پکتيانۍ

ليکلی به ستا نوم و په هرڅه باندې ماښام

حميده پکتيانۍ