غزل
خال چې د وروځو په ليندې لګوي
داغ به پر زړه د ائېنې لګوي
سترګې په سترګو ښې پخې لګوي
پر ما اثر د ميکدې لګوي
د عشق پرهر مې په ماشوم زړه باندې
لکه تنکۍ جينکۍ خولې لګوي
اخ د لمدو زلفو له شړکه دې جار
اخ په لمدو غوښو لمبې لګوي
په مړو کتو مې زوړ زړګی ځوانوي
په مړو سکروټو مړې ډيوې لګوي
زه به ځان نور هم لېونی کړمه خو
که مې الزام څوک په هغې لګوي
جلال امرخېل
11.04.2010
- نصرت الهام
غزل
ناڅاپه مې راوګرځېدې زړه باندې ماښام
ډوډۍ مې پخوله تناره باندې ماښام
په زړه کې مې وه جوړه پاچايي ستا د الفت
ولاړه ومه خدای ته په لمانځه باندې ماښام
راځه چې ترې ولجه کړو پاچايي د رڼا ورځ...
11.04.2010
- نصرت الهام
بدلوند تعليمي کال په لومړۍ ورځ ښونکې(( ميرمن تامپسون )) پنځم ټولګي ته ننوتله ،له ښه راغلاست او هرکلي وروسته له معمول سره سم زده کونکو ته وويل :(( ټولو ته په يوه سترګه ګورم ، او هيڅ توپير مو تر منځه نه کوم)) .دا رښتيا نه وو ،او د دې خبرې امکان هم نه وو، په تيره بيا د الن په نامه زده کونکي سره چې د ټولګي په لومړي کتا...