بدلون

د تعليمي کال په لومړۍ ورځ ښونکې(( ميرمن تامپسون )) پنځم ټولګي ته ننوتله ،له ښه راغلاست او هرکلي وروسته له معمول سره سم زده کونکو ته وويل :
(( ټولو ته په يوه سترګه ګورم ، او هيڅ توپير مو تر منځه نه کوم)) .
دا رښتيا نه وو ،او د دې خبرې امکان هم نه وو، په تيره بيا د الن په نامه زده کونکي سره چې د ټولګي په لومړي کتار کې کيناسته ، بيخي جوړه نه وه ،ځکه الن تير کال هم د همدې ټولګي زده کونکی وو،تل به يي خيرنې او غير منظمې جامې په تن وې او په درسونو يي هم سر نه خلاصيده ،لنډه دا چې هغه واقعا يو غير منظم شاګرد وو او ميرمن تامپسن ترې ډيره په تنګه وه ، نو ځکه يي ناکام کړ او بيا ځلې همدې ټولګي کې پاتې وو .
دا ځل چې الن بيا هم په پنځم ټولګي کې پاتې وو نو ښوونکې وپتيله چې د تيرو کلونو اسناد يي له نظره تير کړي او د ناکامۍ او له درسونو سره د نه ليوالتيا لامل يي په ګوته کړي ، که څه مرسته ورسره وکړای شي .
د لومړي ټولګي ښوونکي د الن په اسنادو کې ليکلي وو :(( الن يو تکړه زده کونکی دی،ښه استعداد لري او خپلې ستونزې په اسانۍ سره حلوي، زه ترې خوښ يم )).
د دويم ټولګي ښوونکي ورته ليکلي وو: (( الن يو ځيرک او با استعداده هلک دی،پر ټولګيوالو ګران دی، خو د خپلې مور د نه درمليدونکې ناروغۍ له امله ځوريږي او همدې چارې ورته يو څه روحي ستونزه پيدا کړې )).
د دريم ټولګي ښونکي ليکلي وو:(( د مور مړينې الن ډير اغيزمن کړی،هغه خپله هڅه کوي چې خپلودرسونو ته پام وکړي خو پلار يي ورسر چندان علاقه نه ښۍ )).
د څلورم ټولګي ښونکي ورته ليکلي وو: (( الن درسونه پريښي او له ښونځي سره علاقه نه ښۍ،ډير ملګري هم نه لري او کله کله په ټولګي کې ويده وي )) .
ښونکې تامپسون د الن د اسنادو له لوستلو وروسته د هغه پر ستونزو وپوهيده، او دا چې له لومړي سره دې خبرې ته نه وه متوجه شوې،خواشينې شوه .

تصادفا سبا د ښونکي ورځ وه، او ټولو زده کوونکو ښوونکې ته سوغاتونه راوړل ،د ټولو سوغاتونه په ښکلو او رنګه کاغذونو کې پوښل شوي وو، پرته د الن له سوغاته چې په يوه عادي کاغذ کې ګډ وډ بند وو، ښوونکې د زده کونکو سوغاتونه يو په يو پرانسته،کله چې د الن سوغات يي پرانست، نو پر يو ډير زوړ او کارول شوی ساعت او ورسره د عطرو پر پو بوتل چې نيمايي يي کارول شوی هم وو، سترګې ولګيدې، زده کونکو د سوغات په ليدو وخندل، ښوونکې تامپسون هغوې غلي کړل،او له الن نه يي ډيره مننه وکړه ، سوغات يي ډير وستايه او سملاسي يي ساعت په لاس کړ او لږ عطر يي هم ووهه .
الن د همدې ورځې په پای کې له ښونځي نه تر وتلو وړاندې خپلې ښوونکې ته لاړ ، په خورا خوښۍ سره يي وويلې ! اغليه ،نن ورځ تاسو ماته د مور مينه راکړه .
ښوونکې له الن سره تر خدای پامانۍ وروسته موټر کې کيناسته او له سترګو يي اوښکې روانې شوې ، له هغې وروسته هغه بدله شوه ، له ټولو بوختياوو سره سره هغې الن ته ډيره توجه کوله .
څه موده وروسته الن بيرته د تير په څير فعال او ويښ شو، هر څومره چې ميرمن تامپسون الن هڅوه نو هومره د هغه استعداد هم غوړيده ، تر دې چې الن د خپل ټولګي له ډيرو تکړه زده کونکو شو،او سره له دې چې ميرمن تامپسون ويلي وو چې ټولو ته په يوه سترګه ګوري خو اوس الن پرې ډير ګران وو .
کال وروسته ميرمن تامپسون د الن يو ليک ترلاسه کړ چې په کې ليکل شوي وو:(( زما په ژوند کې ته يوه غوره ښوونکې يي )).
شپږ کاله وروسته ميرمن تامپسون ته د الن يو بل ليک ورسيد ،دا ځل يي ليکلي وو:(( له ښونځي فارغ شوم، او پخپل ټولګي کې مې لومړی مقام ترلاسه کړ،بيا يي ليکلي وو چې ! تاسو زما د ژوند يوه غوره ښوونکې واست)).
څلور کاله وروسته بيا هم ميرمن تامپسون د الن يو بل ليک ترلاسه کړ،چې په کې ليکل شوي وو :(( سره له دې چې لاس مې ډير بند وو،خو پوهنتون مې پرينښود او ډير ژر له پوهنتونه فارغيږم ، بيا يي هم ټينګار کړی وو چې ! ميرمن تامپسون يي د ژوند يوه ښه ښوونکې وه )).


څلور کاله وروسته په يو بل ليک کې يي يادونه کړې وه چې د ليسانس تر دورې وروسته غواړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي ، خو دا ځل د ليک په پای کې د الن نوم يو څه اوږد شوی وو !(( ډاکټر الن اسټيوارډ))
کيسه لا پای ته نه وه رسيدلې ، د همدې کال په پسرلي کې ميرمن تامپسون ته په يوه بل ليک کې ليکلي وو چې غواړي واده وکړي، پلار يي څو کاله وړاندې وفات شوی،له ميرمن تامپسون نه يي هيله کړې وه چې د واده په مراسمو کې يي ګډون وکړي .
هغې هم بلنه ومنله، پوهيږۍ څه کار يي وکړ ؟
هغې د الن د مور هغه ساعت چې ځای خای مات هم وو په لاس کړ او واده ته لاړه .
کله چې الن هغه وليده نو ورمنډه يي کړه ، له ښه راغلاسته وروسته ورته وويل! اغلې ښوونکيه ! دا چې زه تاسو پر ما دومره باور وکړ ډير منندوی يم ،دې لپاره چې ماته دا احساس راکړۍ چې زه دومره مهم شخص يم ، ستاسو له راتګه ډير منندوی يم،او تر ټولو مهمه دا چې ماته مو وښوده چې زه کولای شم بدل شم نو ډيره ډيره مننه .
ميرمن تامپسون چې لږ څه ژړغونې وه ، ځواب يي ورکړ ! الن ته اشتباه کوې،دا خو ته وې چې زه دې پوهه کړم چې زه بدليدای شم ، زه له وړاندې په دې نه پوهيدم چې زه بايد له زده کونکو سره څه خيل چلند وکړم .

نتيجه ګيري :(( که همدا اوس تاسو د يو چا د زړه لاسته راوړلو هڅه وکړۍ ډاډه اوسۍ چې ستاسو مينه تاسو ته درګرځي)) .

ژباړن ---- ساجدالله شوکت يعقوبي