فلسفي سعود ته !

ته د ژوندون د فلسفې استازی
تا د مرګونو جنازه پورته کړه
د خپل سپېڅلي تخيل په قوت
له ائينو نه دې پرده پورته کړه

له سمندر نه دې غمي راويستي
د فنکدې د رنګينۍ لپاره
د زړه له وينو دې اوبه جوړې کړې
د وخت د شعر مړاوې غوټۍ لپاره

د ستورو کلي ته دې لاس رسيږي
د ارتقا په راز خبر يې اشنا
هم په رشته د رنګ او نور پوهېږې
هم د ښکلا په راز خبر يې اشنا

خدای خبر څومره شوګيرې دې کړي
خدای خبر څومره عبادت دې کړی
د خپل هنر د پياوړتيا لپاره
د کومو ټکو رياضت دې کړی ؟

منم سعوده ! چې شاعر يې اشنا
د زندګۍ په راز او نياز پوهېږې
د دې ګمنامې ناپايانې نړۍ
هم په انجام هم په اغاز پوهېږې

د خيال په لپه کې رڼا ګرځوې
يوه تلپاتي ژوند ته لاره ګورې
چې تر ابده دې تصوير وساتي
د ښايسته زړونو هنداره ګورې

ښه ده اشنا ، ماده پرسته نه يې
د خپل سعود په غم کې مړ نه يې
خپلې ارواح سره دې لار نيولې
د خپل وجود په غم کې مړ نه يې

د فلسفې په دې کاواکو لارو
زه هم درځمه ؛خو درتللی نه شم
د زړه خبرې ستا د شعر په رنګه
خوږو لفظونو کې کولی نه شم

خدای دې د نوح په شانتې عمر درکړي
چې بلا ډېرې پنځونې وکړې
سعود د خپل شعور په دنګه زينه
د شنه اسمان تر شنې لمنې وکړې

جلال امرخېل
2007 ز  اکتوبر ، شاه شهيد کابل