غزل
نور له خپل جنونه مجنون ستړی دی
ژوند دی ستړی ستړی ، ژوندون ستړی دی
اوس زما په سترګو کې هم خوب نه شته
ستا هم څنګل ستړې ، زنګون ستړی دی
نن مو خپله وينې ، او راتلونکی مو
هم لکه تېر شوی پرون ستړی دی
ستا په جدايۍ کې دومره ستړی يم
نور راسره خپله بېلتون ستړی دی
نور دې د باروتو په اور نه سوځي
نور نو بس له جنګه پښتون ستړی دی
نصرت الهام
12.04.2010
- نصرت الهام
فلسفي سعود ته !
ته د ژوندون د فلسفې استازی تا د مرګونو جنازه پورته کړه د خپل سپېڅلي تخيل په قوت له ائينو نه دې پرده پورته کړه
له سمندر نه دې غمي راويستي د فنکدې د رنګينۍ لپاره د زړه له وينو دې اوبه جوړې کړې د وخت د شعر مړاوې غوټۍ لپاره
د ستورو کلي ته دې...
13.04.2010
- نصرت الهام
مونږ څلور واړه ياران يو
دا نظم مې خپل مشر او نوميالي شاعر شهزاده شيرين زوی ته ليکلی.
د زړګي درزا دې نه اورم د خيالونو انځورګره شور او شر دې ولې ګونګ شو؟ د لفظونو جادوګره !
د پرهر پېغلې دې اوس هم ژبورې دي که نه دي ؟ او بها د چا د اوښکو ملغلرې دي که نه...