مونږ څلور واړه ياران يو
دا نظم مې خپل مشر او نوميالي شاعر شهزاده شيرين زوی ته ليکلی.
د زړګي درزا دې نه اورم
د خيالونو انځورګره
شور او شر دې ولې ګونګ شو؟
د لفظونو جادوګره !
د پرهر پېغلې دې اوس هم
ژبورې دي که نه دي ؟
او بها د چا د اوښکو
ملغلرې دي که نه دي ؟
ګل تصوير د محبوبا ته
لا رنګونه پوره شوي ؟
محبت د ملک پاچا دی ؟
ارمانونه پوره شوي ؟
د ارمان او مينې فصل
دې نيمګړی دی که نه دی؟
لا دې هم پر اوږو بار ژوند
لکه مړی دی که نه دی ؟
د تيارو تيارو وختونو
پر زړګي ښخې چړې شوې ؟
اخ ، قربان ! د ګلابونو
غوڅې غوڅې شونډې ښې شوې ؟
لا په مصر کې يوسف د
سوداګرو په لاس نه دی ؟
لا جانان د سرو ، د سپينو
جوارګرو په لاس نه دی ؟
که همداسې وي ؛نو ولې ؟
رانه شاته شاته کېږې
که هر څه د پيل په شان وي
بيا په څه رانه ستنېږې
هغه دوه ياران دې نور هم
داسې ښکاري چې بېليږي
1* يو په خپل وجود شکمن دی
2* بل د ژوند په غم ژړيږي
زه به چا ، چا ته زارۍ کړم
چې يوازې پاتې کېږم
که تنها پر لاره پل ږدم
نابلده يم ، ورکېږم
قافله ګوره شړيږي
پښه نيوليه ! بېرته راشه
يه له ځان نه مروره
بس دی ، بس دی راپخلا شه
روح دې ستړی ستړی مه شه
يو څو ګامه مزل پاتې
په اغاز د پل ملګريه
تر انجامه مزل پاتې
شعر زمونږه پېغمبر دی
مونږ څلور واړه ياران يو
د يوه ارمان ملګري
د يوه پرهر په شان يو
پام چې وار دې خطا نه شي
زړه دې ښکته پورته نه کړې
نه ؛خو *" بېله دنيا " پرېږدې
نه د زخم شور ويده کړې
ساه نيولي تور ماښام کې
د شعر شمع بلول دي
لاس دې راکړه ، خدای راکړی
رسالت پوره کول دي
*1 هجرت الله اختيار
*2 نصرت الله الهام
* د شهزاده شيرين زوی نثري ټولګه .
جلال امرخېل