دا ستا په سترګو کی څه اثر دی
چی می شی سترګو کی سترګی
لاس او پښی می واړه شل شی
خوځیدی تری اډو نشم
تالو ټینګه سریښ کړی ژبه
شونډی رپی لکه پاڼی
رنګ می ژیړ مړی په څیر شی
نه تری سترګی اړوی شم
نه و بل چاته کتی شم
نه تری مخ شم اړولی
نه بدن شم ټولولی
زړه خو هسی هم الوتی
د سینی ټکری ده تشه
نوبه څنګه وخوځیږم
زه به څنګه تری روان شم
چی ټول واک دی رانه تللی
چی می زړه دی الوتلی
یو بدن دی راته پاتی
خودا واک یی د بل چاه دی
نه پوهیږم چی دا ژوند دی؟
خدایه دا څرنګه ژوند دی
که دا ژوند وی دا ژوند نه دی
داخو هسی کورکی ده
داخو ټول سحر جادو دی
دا د بت و جوړول دی
نه می ځان خپل دی په واک کی
زړه خو هسی هم پردی دی
نه پوهیږم چی څه لیکم
بس قلم پخپله درومی
دا د زړه تر اثر لاندی
څکوی کرښی را کرښی
کاشکی زړه می پخپل واک وای
نو بدن به می وای خپل خپل
هم به سترګو زما منله
هم به لاس او پښی زما وای
نه به تلم په هغه لوری
نه د سحر و کوډی ته
نه و دښتو د غمو ته
نه و غرو د اندیښنو نه
د شاهین په څیر هوا کی
الوتم به هری خواته
د غرڅو په څیر په منډه
تیریدم به له اوبو نه
په مستی به مړیدم نه
په غرور په هر محفل کی
بس یو خوب وا چی ډیر لنډ وا
چی یو کال یی یوه ورځ وه
اوس خو یوه شیبه یو کال دی
دا به څینګه نوی کیږی
نه می دا په زړه پوهیږی
نه می زړه ورمعلومیږی
زما خو ژبه وچه کلکه
زه پری هیڅ نشم ویلی
نه می ګوتو کی ځواک پاتی
زه پری هیڅ نشم لیکلی
هو په سترګو کی می هر څه
و ښکاره لکه آینه دی
خدا چی دا نه پری پوهیږی
که دا هسی بهانه دی
دا خو وایی نه پوهیږم
خو دا هسی یوه پلمه ده
نور خو زه هم نه پوهیږم
چی څه وکړم څه ونکړم
ورکه شوی رانه لار ده
خدایه نور می ګمراه نکړی
محمد جاوېد لوګروال Thailand, Bangkok, 21.05.2009