غزل
وخت وو د يارانو د بانډار ومه اوس نه يمه
کلي کې دهر ښکلي په کار ومه اوس نه يمه
زاڼي په سندرو هر ماښام جو پې جوپې راتلې
څه زرغون دشنوونوډک ښارومه اوس نه يمه
زه چې کله سيال ومه دتورو زلفو وارمې وو
څنکه دهر چا دسترګو څارومه اوس نه يمه
ما به لا پخوا دا ستا زړګي ته لاره کړي وه
لنډموسم دپېغلې دسينګارومه اوس نه يمه
زه په مټ دا ستا د دعاګانوساتل شوي يم
موري څومره ډيربه ګناهګارومه اوس نه يمه
ستا ځواني د تېر په ډول بيا هم د ستاېلو ده
هغه وخت له غمه لږ وزګارومه اوس نه يمه
عبدالوهاب بازيد