د ماشومانو حساب

دا خپلو ماشومانو ته پرنټ کړئ، چې په ذوقي بڼه حساب زده کړي .

 

يــــــو( ١ )، دوه ( ٢ )، درې (٣ )

يـــــــــــو دادا دى،  يـــــــــو ادې

 

درې ( ٣ )، څلور ( ٤ ) پنځۀ ( ٥ )

دامـــــــــــې خـــــــور ده او دا زۀ

(( دا مـــــــې ورور دى او دا زۀ ))

 

پـــنځه ( ٥ )، شــپږ ( ٦ ) اوۀ ( ٧ )

مـــــور ولاړه په لــــمـــانــــځـــۀ

 

اتۀ ( ٨ )، نهه ( ٩ )، لس ( ١٠)

ورانـــــى بــــه کـــړو نـــور بـــس