زه دې له پامه تربور نه ښکارم؟
لنډه کېسه : خوشال خليل
دقوماندان ستار د اکا زوى سيلانى به له ده سره جوړه روان وو، که څه هم خلکو د يو وفادار باډي ګارډ په نوم پېژنده، خو ده ته له ستار خان سره ګرځېدو ډېر خوند ورکاوه، ويل به يې(( يا نر اوسېږه او يا دنر نوکر)) که څه هم سيلاني دومر مظبوطه باډي او هيبتناکه څېره نه درلوده خو د قوماندان ستار ځواني پرې جوړه وه. په ماشينه کې به يې څلويښت ډزى ججورى ټومبلى و او له ډېره شوقه به يې پکول پر سر باندې کوږ کېښوده، خامک دسمال به يې د واسکټ دڅنګ له جېبه نيمايي راويستلى پرېښودۀ، په خپلې مسخره ناکه څېره به يې خلک خندول.
غرمه مهال دملک مومن خان په دېره کې، دچنار تر سيوري لاندې دشلو په شاوخوا کې، د اولس مخور او ځوانان ناست ول، هوا توده وه خو دچنار لاندې دغو ميلمنو په ډېر خوند دچايو پيالې تشولې. دچنار په ډډ کې دوه ماشينې ځوړند وې، په ناستو خلکو کې هم څلور پنځه تنو وسلې درلودې، د يو دوه تنو د واسکټونو لاندې د ټي ټي تومانچوکاشونه اوګردنۍ برسېرني ښکارېدې، دوى ټول په کلي کې د يوې معمولي لانجې دحل له پاره سره راټول شوي ول .
دغې لانجې ته د قوماندان ستار مخالف (تور کى) هم راغوښتل شوى و، دستار اوتور کي تر منځ اختلاف دومره ژور نه و، خودا چې توره کي لږ ورميږ شخ ګرځاوه، دغه کار د قوماندان ستار نه خوښېده، که به کومې لانجې ته دواړه ور وغوښتل شول د لانجې ښکېلو غاړو ددوى په موجوديت کې خبره نه شواى کولى، اکثره به يې ورنه واک اخيسته او خبره دې دواړو سره شاربله. دوى به سره داسې تاوده شول چې تا به ويل لانجه ددوى ترمنځ ده، په دې توګه به هغه وړه پېښه نوره هم لويه شوه . دچنار لاندې دوى دواړه سره ډېر تاوده شول. خلکو څوځلي دوى ته د غلي کېدو وويل خودوى د يو اوبل هر څومره سمه خبره هم نه شواى زغملى.
سيلانى يوې ډډې ته ناست و او دخپل قوماندان خبرې ته به يې د تاييد سر خوځاوه، د سيلاني سر خوځولو ته د چا پام نه و، ټولو اصلي جرګه مارو ته کتل .
په دې کې د تور کي حوصله تمامه شوه او قوماندان ستار ته يې د مرګ ګواښ وکړ، له ګواښ سره سم ستار خان ماشينې ته لاس ور وړ او دانه يې تېره کړه، تر هغو چې خلکو نيوه د ماشيني ججورى يې د خپل مخالف تورکي په نس کې ور تش کړ، په دېره کې ناستو خلکو چې د دا ډول پېښې اټکل نه و کړى هيبت واخيستل او له ټولو وار پار خطا شو.
ستار خان منډې ته ځان جوړاوه اود تېښتې سره د هغه باډيگارډ او د اکا زوى سيلانى چې له ده سره يوې ډډې ته ناست و، هغه هم راپورته شواو ماشينه يې په يو دوه تنو بيګنا خلکووچلوله، ستار مخکې اوسيلانى يې تر شا په منډه له دېرې راووتل، په بيړه يې ځانونه له کلي لرې دغره لمن ته ورسول.
ستارخان په يوې لويې ډبرې کېناست او ژوره ساه يې وويستله، سيلانى يې په خوا کې په يوې بلې ډبرې کېناست، ستار وويل ((ځۀ له دې خنزير نه خومې خلک خلاص کړل )).سيلاني هم په خپلې ماشينې ګوتي ووهلي ځواب يې ورنه کړ، قوماندان ستار يوځل بيا مخ ور واړاوه ورته يې وويل:
- زما خو تور کي ته ماغزه خراب شول او زړۀ مې پرې يخ کړ، ظالمه! تا ولې په هغه نوروبې ګناه خلکو ماشينه وچلوله؟)) سيلاني يوه سترګه خچه ونيوله او په يوۀ څنګ يې وروکتل :
- ستار خانه دا سمه ده چې ته قوماندان يې او زه دې ملګرى يم، تا مړى وکړ او وتښتېدې، زه به هم در پسې روان وم څه که يې چې ستار خان مړى کړى اوما به همداسې وچ په وچه در پسې منډې وهلې، ولې له چا کم يم! زه دې له پامه تربور نه ښکارم!!؟ که څنګه ؟ .