راليږونکی :سيد محمد مسكين خوست
د راليږونکي پته :darman_af@yahoo.com
نيټه : 05-11-2008


       غزل


چــې د پيـــــسو پــه ســر ســــړى شــي ســړى
نــــو ســرچــپه كــارونــه كـــړى شـــي ســـــړى

پــه خــپل دريــځ بــانــدې چــې كلك ولاړ وي
لـــكه صـــدام پــه دار كـــــوړى شــي ســـــړى

د تــږي تــنـــده بـــه پـــرې مـــاتــه شــــي خــــو
چـې د ســـــړو اوبـــــو ګـــــړى شــــي ســـــــړى

کـه زنــده جــان هـمجنس يې خولې ته نه وړي
خو د سـړي غــوښــــې خــــوړی شـــــي ســــړی

چـــې پــه ســره اور كې د سره اور غوندې شي
پــه ســپين مــړوند د ســرو بنــګړى شـي سړى

مســـــكـــيــنه!! هـــغه ســــړى ښــه ســـــړى دى
چـــې د بـــل غـــم پـــه اوږو وړى شــــي ســــړى

 

سيد محمد مسكين - خوست