خارج ته تګ څه ټوکې نه دي!
خوشال خليل :   لنډه کېسه
په وزارت کې د نوي ټاکل شوي معين  په اړه د ټولو مامورانو په منځ کې داسې اوازه وه، چې ډېر جدي سړى دى. په پوزه څه چې په دفتر کې هم مچ نه پرېږدي، هغه ورځ يې دفتر ته يومچ ننوتى وو، ټوله جلسه يې کېنسل کړه. هغه له راتګ سره سم دخپلې شعبې ټولې څوکۍ، پردې اوميزونه بدل کړل داسې ښکاري،چې زاړه شيان يې نه خوښيږي. خداى-خداى يادوئ،چې په موږ به څه حال راولي. هغه دومره معتبره سړى دى، چې خپله وزير يې لاس نيولى  د وزارت په ټولو رياستونو او شعبو ګرځوي او د هر رياست د کار په اړه څو انګليسي ټکي کاروي اوسر خوځوي مانا دا چې دلته هيڅ کار هم د هغه په طبعه برابر نه دى. د وزير د نوي مرستيال په اړه دا ګنګوسې او تبصرې زياتره د زړو مامورانو په منځ کې ډېرې لاندې باندې کېدې. ددې سړي ليدلو ته زه هم ډېر ليواله ووم. نن ورځ يې زموږ رياست ته د راتګ ورځ وه، ماهم لکه دنورو مامورانو په څېر په خپل مېز او ځان ګوتې ووهلې، چې ډېر جدي او بوخت ښکاره شم.
 په دې کې دشعبې کاريګرساه نيولى راننوت او د نوي معين د راتګ زيرى يې له ځان سره راوړ زموږ رئيس وويل (( هلکه! راووځئ، چې تر دهلېزه مخې ته ورشو)) دباندې ښه منظم په يوه ليکه ودرېدو ګورم چې معين  زموږ له نورو  ګڼو چارواکو سره په چابکو ګامونو راروان دى. ځان يې ښه بڼاو کړى، تور رنګ شوي بوټان يې په پښو، جرمنۍ دريشي يې پرتن اوخپل ګڼ سپين ويښتان يې يوې خواته اړولي، ظاهراً ډېر ښايسته سړى ښکاري. ژر ژر ټولو سره د روغبړ په حال کې وو.
 ماته يې څېره  اشنا ښکاره شوه، له روغبړوروسته ټول سالون ته ننوتو يو چارواکي نوى معين دا رنګه راوپېژانده (( داښاغلى ښايسته ګل (مرهم) دى چې خپلې لوړې زده کړې يې..........)) دښايسته ګل له اورېدو سره مې ګمان په يقين بدل شو.په دې کې ښاغلي (مرهم) د وينا ځاى ته تشريف يوړ او په خبرو يې پيل وکړ، په بهر کې يې دخپلو تجربو او کمالونو په اړه اوږدې سفستې پيل کړې. خو زما سوچ او فکر ډېر لرې د هغه ښايسته ګل په اړه چې ما په تايلينډ کې ليدلى وو، سرچ (لټون)  پېل کړ او د لسو کالو مخکنۍ صحنه ټوله زما په مخ کې ودرېدۀ.   
همدا ښايسته ګل د څلوېښتو او پنځوسو کلونو ترمنځ  دسړې اروا لرونکى سړى معلومېده، کله  چې پوليسو د لمړي ځل له پاره زندان ته راننويست  سم  دم  مالومېده خو د زړو زندانيانو په منځ کې له ورايه  نوى او نابلده ښکارېده، زۀ له خپلو دوه نورو ملګرو  سره ناست وم چې ورپام مې  شو هغوى ته مې وويل هاغه دى يوبل افغانى يې هم را وسته. هغوى وويل:
_ له څيرې نه خو د مراکو(مراکشى) ښکاري.
_ نه ! دا کوم پتلون  چې ده اغوستى، دغه شان پتلون  ما هم د پېښور په صدر کې اخيستى وو.ځکه وايم چې افغان دى.
_  (( تاسو ګورئ!  زه يې راولم )) .
نصير له دې خبرې سره پاڅېد او لاس نيولى يې زموږ خواته راوست له جوړ په خېر وروسته يې موږ ته  دخپل کيس کېسه  وکړه چې څه ډول تردې ځايه راورسېد.
د تايلنډ په مرکزد بنکاک ښار په مرکزي زندان کې تقريباً دټولو افغان بنديانو همدايو کيس وو، چې په ناقانونه  توګه يې ځانونه د هوا له لارې غرب، په تېره بيا لندن ته رسول تر ٢٠٠١ کال پورې دانساني قاچاقچيانو له پاره  دا يوه ډېره ډاډمنه لاره وه، خو سره له دې هم زما او ښايسته ګل په شان بد بخته په کې کله ناکله ايسارېدل او ځاى يې همدا زندان وو. په ښايسته ګل شپږ مياشتې او په ما يونيم کال بند ختلى وو. دغه  زندان اووه بلاکه  درلودل او په هر بلاک کې تر يونيم سلو بهرني او کورني بنديان په ګډه ساتل کېدل ځايي  خلک، پوليس او د زندان ماموران يو هم په انګليسي نه پوهېدل يوازې د ډېرې کلکې اړتيا په وخت  کې به يې ژباړن راوسته . د زندان په ددننه کې بنديانو کومې ځانګړې جامې نه اغوستې يوازې هغه وخت مو يو زېړ کميس اوغوسته چې کله به  کوم پايواز راتۀ .
 له ښايسته ګل سره مو ډېر ګپ شپ ولګولو، له موږ سره له اشناکېدو وروسته يې ورخطايي يو څه لرې شوه. د هر بلاک  ټول بنديان د اوړي په  سخته ګرمۍ کې په سرو سيمټو باندې په يوه کمپله څملاستل،  له پاسه به چتي پکي هم راسره شول. څنګ په څنک پراته بنديان به څوک ټوخېدل، چا به خبرې کولې، لنډه دا چې نابلده سړي ته خوبه ترمياشتو-مياشتو خوب نه ورتلو. د سهار له مخې به د بلاک په يوه څنډه کې ټولو بنديانو لکه  د کابل د عمومي حمامونوپه څېر په ګډه لمبل، د بېلابېلو هيوادونو او فرهنګونو خلک به را ټول و، د چا به څه او دچا به څه ښکارېدل، هرسړى په خپل کار بوخت و، ښايسته ګل چې دا حال وليد د لمړۍ شپې په تېرولوسره يې  په دغه ورځ ونه  لمبل ويل يې ((داڅه بيابي اوپدرنالتي  روانه ده )).له لمبلو وروسته د زندان سلمانيان راورسېدل چې په اصل کې هغوى هم بنديان ول . شل – شل کسه به يې کتار ودرول اوپه يوه پاکي او چاړه به يې د لس دولسو کسو ږيرې  خريلې، بد بخته سړي ته به په اخر کې وار رسېده، که به د چا ويښته دزندان له ټاکلي حده  لوى وو، يو ډول برقي ماشين ورسره وو چې د سر يو او بل اړخ به يې ورباندې وتراشه او په منځ کې به يې لکه د چرګ ککرې ته ورته  ويښتان درته پرېښودل، په نويو بنديانو باندې چې پتلون به يې اغوستى و، تر ورنو پورې يې  نيمايي پيڅې ورباندې شکولې اونيکر به يې ورنه جوړاوۀ، کمربند او يا کومه کلکه ريښکۍ خوبه يې درسره  نه پرېښوده . کله يې چې په ښايسته ګل باندې سر جوړ اوپتلون يې پرې وشکاوه، خوارکى مشر سړى و، خو مونږ خپله خندا تم نه کړه، هغه چې زموږ خندا وليده لاړ په هينداره کې يې ځان وليده خپله هم په خندا شو.
ويې ويل:
-  خدازده چا راته ښېرا کړي، چې په دې عمر کې يې داسې وشرمولم، داخو يې سم لګ لګ رانه جوړکړى.
 وروسته به پوليس چې دلته ورته خلکوکمانډو ويلې راتلل او خلک به يې ګروپ،ګروپ  کول چې کوم کار ورباندې وکړي، بهرنيانو باندې يې چندان کار نه لره خو د تالينډيان يې ارو مرو کار ته بېول  .
 دا دى چې په کوم ګروپ کې ښايسته ګل هم ناست دى کمانډو په تايي( تالينډي) ژبه څه وايي او دخلکو له منځه يو څوکسه لاس پورته کوي، په دې کې ښايسته ګل هم لاس پورته کړى او کمانډو ورته يو مچ وژونکى( مګس کش) ورکړى . ښايسته ګل  مچ وژونکى په لاس نيولى وارخطا زموږ خواته راغى ويل يې په دې باندې اوس زه څه وکم؟
موږ ورته وويل تاته چا ويل چې هلته کېنه ؟ بيا چې په ژبه هم نه پوهېږې، نولاس ولي پورته کوې ؟
_ ځه ورکوه يې بد مې کړي اوس راته لاره وښيئ، چې په دې باندې څه وکړم ؟
_ ته به اوس په دې باندې مچان وژنې .
_ داڅه وايې ؟
_ هو! ځه ګرځه ځان ته دې غم کرلى اوس مچان وژنه .
_ مچان چېرته مړه کم او څنګه دا کار وکم.
_ دلته شاوخوا ګرځه مچان ډېر پيداکېږي.
هغه خوارکى په نه زړه  لاړ اوزه له خپلونورو ملګروسره ناست وم او بانډار مو سره کاوه.
 ښايسته ګل خوارکى شړک شي په مچ وار وکي ،کله مچ والوزي او کله هم کوم يو مړ کي،له نيکر ډوله پتلون او د نوي سټايل له ويښتانو سره مګس کش په لاس، په  دوه پښوناست له يوې ترخې خنداسره زموږ خواته را وګوري، هغه ډېر عجيبه ښکارېدۀ اومونږ دلته له خندا تشي ورته نيولي دي.
 ما له خپلو نوروملګرو سره د يو اسټراليايي د زندان د خاطراتو په کتاب تبصره کوله، چې شل کاله يې په بند کې تېر کړي وو اوبيا دا کتا ب ورته کومې مشهورې کمپنۍ دغه اسټراليايي ته د ډېرو پيسو په ورکولو چاپ کړى و. موږ په خبرو بوخت وو چې ښايسته ګل يووار بيا راغى او زموږ خواته کېناست زموږ ملګري نصير وپوښته. ((څنګه دې کړل مچان دې مړه کړل ؟)) .
_ هو! ورکوه يې دامې په څه جنجال ځان اخته کړى.
_  کومه دي! وژل شوي مچان؟ که کمانډو راشي درنه غواړي يې، چې څومره مچان دي وژلي دي. ورشه په يوشي کې يې راټول که .
_ والکه ګپ لګوې او که ريښتيا وايې؟
ماورته وويل ځه خيردى راټول يې که، چې بيا له کمانډو سره په غم کې پاتې نه شې، ښايسته ګل زما خبره ومنله او  يو سوړ اسوېلى يې وويست ويل دا څه بې شرمي ده؟ او روان شو.
په دې زندان کې د بېلابېلو هيوادونو خلک بنديان وو شتمن، غريب او حتا د تايلنډ د يو وزير زوى هم زموږ په بلا ک کې بندي و، سره له دې چې د زندان شرايط سخت و، خو ټولو ته يو ډول امکانات په نظر کې نيول شوي و. د پيسه داره سړي له پاره يوه اسانتيا موجوده وه هغه داچې ځايي بنديانو ته به يې پيسې ورکولې او هغوى به ډېر ښه چاپي کاوه .د تايلنډيانو خوراک وريجه وه ، چې ډوډوۍ په کې په ذره بين هم نه پيداکېده، موږ سره پاکستاني بنديان و، د هغوى پيوازانو به کله ناکله ډوډۍ راوړله، دوى به ويل چې د تاييانو( تايلنډيانو) په ستوني کې ډوډۍ نښلي ځکه يې نه خوري.
موږ لاناست و، چې ښايسته ګل يو وار بيا را غى او د پيپـسي په يوه کوتۍ کې يې وژل شوي مچان اچولي، زموږ خوا کې کېناست، نصير ورته وويل زوروره دادې څه کړي؟ په دې کې څه مالومېږي چې څومره مچان دي، دا خودې ځان په بل جنجال واړاو.ښايسته ګل وويل:
(( ته ودريږه دا مېرمن ..... ترې راوباسم)) دپيپسي کوتۍ  دننه خوانه خيشته وه او مړه  مچان ورڅخه نه را توېدل، ښايسته ګل د پيپسي کوتۍ په ځمکه _ ځمکه وهي اخر ورنه يو څو مچان راتوى شول، هغه يې  د سګرټو د کوتۍ په کونه کې چې کوم پلاستيک  وي په هغه کې يې واچول  او له ځان سره لګيا دى. ((که دا ځل مې خداى خوشي  کي تېر يم له دې خارج نه )).
 نصير ورباندې غږ کړ:
-  ښايسته ګل ماما اوس خو په خارج کې يې، اوس دا خارجي کارونه خلاص که بيا، چې هر څه کوې کوه يې .
ښايسته ګل په پلاستيک کې مړه شوي مچان واچول، چې کمانډو ته يې ور وړي، دى دکمانډويانو کوټې ته  ور روان و، چې له دوه کسه تايلنډيانو سره ټکر شو او مچان ورنه په ځمکه ولوېدل .
ده په پښتو ډوله انګرېزۍ کنځلې ورته وکړې، هغوى سم د لاسه د سوکانو باران پرې جوړ که، خوله او پزه يې پرې وپړسول او ورنه وتښتېدل . په دې کې  کوم يو غږ وکړ هله! هلته ګوره ښايسته ګل يې وواهه، ګورو چې خوارکى يې ښه پلن کړى دى. موږ ترې پوښتنه وکړه چا ووهلې او څه خبره وه؟ ښايسته ګل په ډېرې خوارۍ راپورته شو ويل يې:
- دغلته يو دوه پدرنالتو ووهلم او وتښتېدل.
  زۀ په منډه کمانډو پسې ورغلم او رامې وسته . هغه ويل:
- چا ووهلې؟ سړى راته وښايه.
 ښايسته ګل ورته وويل:
-   همدلته يو کس وو وتښتېد.
 کمانډو د بلاک ټول تايلينډي بنديان کتار ودرول ښايسته ګل ته يې وويل:
-  په دوى کې کوم يوه ووهلې؟
خلک يو په بل پسې تيريږي خو له ښايسته ګل نه په کې سړى ورک شو. ما ورته وويل - ښايسته ګله سړى ورته وښايه.، چې څوک و؟
هغه وويل:
-  داپدرنالتي ټول يو رقم دي، له مانه هم ورک شو.
په دې کې يې په يوه لاس کېښود ويل يې همدا دى کمانډو دواړه بوتلل او کمېسونه يې پرې ويستل ګوري چې د تايلنډي په ځان باندې په  شنه خالونوباندې  ماران اولړمان جوړشوي وو،او د  زړو زخمونو پرارونه پرې له ورايه ښکارېدل، له دې سره يې ښايسته ګل خوشې کړ اوهغه اصلي مجرم يې له ځان سره بوتلو.
له ښايسته ګل نه مې پوښتنه وکړه، چې دا څه خبره وه چې دومره لوى غم ترې جوړ شو ويل يې هيڅ نه، هغه پدرنالتي مچان يې راباندې توى کړل. ما ويل مچان او مګس کش دې څه کړل؟ ويل يې: اوه! هغه خو رانه هماغلته  پاتي شول له دې سره ټولووخندل، نصير ورته وويل ښايسته ګل ماما هيڅ غم مه کوه دا کارونه خو په کې راځي.ښايسته ګل څو شېبې له موږ سره ناست نه و، چې هغه کمانډو را ورسېد، هغه چې ښايسته ګل  ته يې د مچانو د وژلو دنده سپارلې وه، د مګس کش او مچانو پو ښتنه يې ترې وکړه، موږ ټولو ورته حيران- حيران کتل چې ښايسته ګل يې رانه روان کړ، ريـښتيا په دې وخت کې زموږ زړه ورباندې ډېر بد شو چې دا څه بد بخته انسان  دى، چې په هره لومه کې نښلي. ښايسته شېبه وروسته موږ ټول دباندې چمن ته ووتلو ګورو چې ښايسته ګل يې د جزايي بنديانو سره يو ځاى درولى او بايتک ورباندې کوي، خوارکى په خولو کې لوند خيشت کيني او دريږي .ما ورباندې غږ وکړ:
-  ښايسته ګل ماما ټينګ شه! خارج ته تګ څه ټوکې نه دي.
  د وزارت نوي معين لا خپل تقرير بس کړى نه و، زۀ په همدې سوچ کې غرق روان وم چې ((ښايسته ګل ماما ټينګ شه! خارج ته تګ څه ټوکې نه دي))!!!!!!  خبره مې ناڅاپه  له خولې راووته،  په  سالون کې چوپتيا خپره شوه، کتل مې  چې ټول ماته ګوري. زما له دې چيغې سره لکه د نوي معين ښايسته ګل (مرهم)، چې ټول جديت ختم شوى وى لکه بت تر ډېره  همداسې ولاړ پاتې شو .