توره شپه

پـــه ګــــناه د چــا پــــرده شـــــي تـــوره شــــپه
پـــه چـــا کــال هــومــره اوږده شــي توره شپه
کـــله رنـــګ د روڼ ســهار واخــلي خوږه شي
کـــله "بـــو" شـــي لا تيـــاره شــي تــوره شــپـه
يـــا خـــو ســـر تــه انـــدېښــنې غمونه راوړي
يـــا د خـــوب يــوه څپـــه شـــي تـــوره شــــپـــه
ډېـــرې شــــپې د انـــتظار د ســـــر قـــــاتــــلـې
خــــو لږ ډېـــر ځــــل ورســـره شــي تــوره شپه
شاعر ستوري او سپوږمۍ سره يوځاى کړي
چــــه پـــه ځــــمکه راخـــوره شـــي تـــوره شـپه
تـــنهايـــي د ځيـــنو، ځــينو څنـګ ته يوسـي
يـــا مــــجلس تـــه بهـــانه شـــي تـــوره شــــپـه
رڼـــا ورځ کـــه ډېـــرو، ډېــرو تـــه ده ګــرانــــه
بــــلا ډېـــرو تــــه دمــــه شــــي تــــوره شــــپـــه
يـــــا خـــوږه وي يـــا تــــرخه وي کومه، کومه
پــــه زړه پـــاتې خــــاطره شـــي تـــــوره شـــپــه
ډېر يې تېره په رکــوع او پـــه ســـجده کــــړي
يـا سبــا پـــــه (مه) او (نه) شــــي تـــوره شــــپه
خلـــک وايـــي "عندليب"نــــغمـــې ســـهر  کا
کـــله، کـــله پـــرې رڼـــه شــــي تـــوره شـــپــــه

 

محمد اسماعيل "عندليب" : پېښور