راليږونکی :اسوېلى
د راليږونکي پته :aswelay@gmail.com
نيټه : 28-10-2008


              چې دا ولې؟

نـــن دې پـــه يـــادونو کــې مـــزې نــــشته چـې دا ولــې؟
څړيـــکو تـــه د زړه مې حوصـــلې نـــشته چـــې دا ولـې؟

غـــواړم پـــه دې کـــلي کـــې زړګـــی چــاته ډالـــۍ کړمه
خدای شته چې ميينې شونډې سرې نشته چې دا ولې؟

خدايه په دې قام کې مې پښتولا  څومره خــواره شــوه
شـــته مــــيوند٫ مـــلاله او ټپــــې نـــشتــه چـې دا ولې؟

وخـــتم کــــعبــــې تـــه چــــــې اذان د بــــلال وکــــړمــــــه
ښـــکـــته پـــه مـــکه کـــې انــګـازې نشـته چې دا ولې؟

ټــــينګ شـــه اســوېــليه ما او تــاته شــوه راپــاتـې نور
حـــسن شـــته، شاعر شته، زولـــنې نشـــته چــې ولــې؟

اسوېلى