الهام صيب دغه يو نظم درلېږم چې زما د شاعرې خور بليندې بدرۍ دى، زما ډېر زيات خوښ شوى دى، زه په دعوې سره ويلى شم چې د بدرۍ خور شعرونه او نظمونه د اوسمهال شاعرۍ تر ټولو په لوړ کتار کې ځاى لري، خو دا چې زمونږ په ټولنه کې لا د نقد خلک او د نقدکوونکو سره سم فکر شتون نه لري؛ هيله کوم چې د تبصرو خونه ورباندې وتړې .

نبيله غزل

 

د تبصرو خونه چې څوک غواړي وتړل شي حتماً د بلوګرانو لخوا د تبصرو خونه تړل شوې او په ځينو ځايونو کې خوبه د يو نيم نزاکت له مخې هم د تبصرو خونه تړلې وه،  خو کله  چې د شعر يا مطلب رالېږونکى پخپله د تبصرو په ازادولو باندې ټينګار کوي بيا د تبصرو خونه آزاده وي او ورسره جدي څارل کېږي. چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله ځينې وخت دغه څار يوڅه ټکنى کېږي، په دې وروستيو کې د ټول افغان په يو بلوګ کې يو شعر خپور شوى و او په شعر د ناوړو تبصرو له امله د ټول افغان مشر ښاغلي شېرزاد کامه وال په ټولو بلوګونو د تبصرو خونې له هماغه مرکز نه تړلي دي، له دې وروسته بلاګران نشي کولاى چې په کوم مطب باندې تبصرې آزادې کړي.  نو تاسې له دې اړخه بېغمه اوسئ.  ستاسې رالېږلى شعر همدلته کتلاى شئ.

الهام
پېښور

      لښکر به څنګه جوړ شي؟

 بلينده بدرۍ

زه شوم غلې سر مې ټيټ کړ
نه زارۍ ېې کړې قبولې
نه هم داسې کوم ځواب و
نه کوم توری د تسل و
آیتونه ، حدیثونه
ټول له سره ېې په یاد وو
دی په تلو و ما کړې پورته
ډکې سترګې ېې تر سترګو
دا په ژوند کې لومړۍ ورځ وه
چې مې اوښکې په غمبورو
دا منظر خو مخکې نه و
چې دى مسک او زه به ژاړم
زما ټول غرور راټول و
په نوعمره شان مسکا ېې
لکه څوک یاغي جنګجو چې
پرهرژلی شي بې وسه
تیره توره په اورمیږ ېې
څوک یاغي سالار ورکیږدي
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
ماوې ګرانه پدې چم کې
بس یو ته مې وې ملګری
خیر دی بیا به زه په ژوند کې
هم ونه غواړمه بیرې
خیر دی بیا درته نه وایم
چې یو تک سور ګلاب راوړه
بیا دې نه لېږم راغو ته
ارغنجا مې دې شي خاورې
دنداسې پسې دې خدای که
بیا مجبور کړمه ملګریه
خو بس خدای دپاره تم شه
زه به پاتې شم بې څوکه
ته پوهیږې د چم جونو
ټولو ما سره سیالي ده
ټولې ماسره په رخه
نو ګودر کې به یوازې
بیا زه ناسته وم ملګریه
څوک به نه وي د مجلس مې
ده کړې سترګې غلې ښکته
ویل بدرۍ زما زړګیه
خدای به بل ماشوم ملګری
ښایسته له ما هم درکړي
خو زه نشمه لیدلی
دا کاروان د صلیبیانو
چې د چم په لار تیریږي
دا ته څه واېې ملګرې ؟
که ته ما نو راحصار کړې
او دا نورې جونه وروڼه
نو دې جنګ ته به څوک پاڅي؟
او لښکر به څنګه جوړ شي

صلیبیان خو کا پیران دی
بې غیرته شان مخلوق دی
نه چې داسې ورځ بیا راشي
چې د کلو له ګودرو
واړه پیغلې په زور بوځي