غزل

آه  شــي، کـړیکه شی، د زړه د خولې نه اوځي
ســـتا نــامـه مې تــل بې څه د خولې نه اوځــي

هــــــر ســحر تــــرې دنـــظــرغـــېږه کـــړم ډکــــه
ســـتا انـــځور مې د لېمـــه د خــولې نـه اوځي

د یـــار کـــلک زړه مـوم کــول خو اسان نه دي
لـــکه غــر چې د ویښـــته د خولـــې نــه اوځي

واړه چــــــارې مـــې و تــــاتــــه وقــــف کــــړي
ستـــا نامــه مې په لمـانځه د خولې نه اوځي

ســـتا د شــــونډو له شــــکـــرو خواږه اخــــلم
بیـــا هم وایې چې ستا څه د خولې نه اوځي؟

هــــیڅ بــــاور په حـــاضر دم د ژونـدون نشته
وروستی دم شي چې د مړه د خولې نه اوځي

نــــر، مــېړه چې کــړي خبرې والله خــوند کـا
شـــي بې ســـیره چې د پـړه د خولې نه اوځي 
 

انتظار خادم