انټرنيټ بيخي بندېدلاى شي !

 په نوې ټکنالوجۍ څيړنيزه امريکايي اداره وايي: د انټرنيټ د کاروونکو له حد نه زياتېدل تر دوه زره لسم کال پورې انټرنيټ په پوره توګه لاک کولاى شي.

((نيميرټس ريسرچ )) په نوم ادارې وړاندوينه کړې ده چې په انټر نيټ له حده زياتېدونکې ډېټا، يانې تکنيکي معلومات، کولا شي په راتلونکو څو کلونو کې په نټورک باندې له حده زيات زور راولي چې له امله به يې ګروډ لاک ( Gridlock) يا د انټر نيټ جام کېدل رامنځته شي . 

ددې څېړنې په اساس د داډول لاک کېدلو سره به خلک د انټر نيټ په کارولو کې له ستونزو سره مخامخ شي، چې پلټونکى ماشين ( ګوګل ) او نور غټ ټولنيز مرستندويه سايټونه لکه ( يوټيوب ) به زيات زيان من شي .
 
دا څېړنه وايي، چې ددې ممکنه ستونزې د حل لپاره بايد نټورک لا غښتلى او نوى شي، پدې نوي کولو او غښتلي کولو به اوه دېرش اربه ډالره لګېږي، خو که پدې ستونزې فکر ونه شي د انټرنيټ کاروونکي به يوځل بيا زړې زمانې ته ستانه شي، په رپوټ کې دا هم ويل شوي دي چې پدې صورت کې به خلک په انټرنيټ د يوڅيز په رانيولو کې ستونزې ولري، يانې يو اخستل شوى شى به د يو نه ډېر ځله تصديقوي او په يوټيوب به د يوې ويډيو په ډاونلوډ کولو دوه چنده وخت لګېږي .

څېړنه دا هم وايي، چې ددې لاک کېدلو آر لامل انټرنيټ ته نوي راتلونکي سروسونه هم کېدلاى شي، ځکه چې د انټرنيټ کمزورى بنسټ نوي پروګرامونه او نوې انټرنيټ کمپنۍ تر خلکو نشي رسولاى .

دا راپور د ( د انټرنيټ انويشن الاينس ) په نوم ادارې راټول کړى دى چې په امريکا کې د انټرنيټ د نټورک ( انټرنيشنل براډ بينډ ) د پياوړتيا لپاره کار کوي .

ژباړه : نصرت الهام