غزل

ګل کــــــوي خــــندل او ته
فــرق نه لـــري ګل او تــــه
نـــــورو ته دې صــــبر وي
ستا چې وي کاکل او تــه
هيـــــڅ بـــرابـريـــــږي نــــه
نــــــوره دنـــــيا کُــل او ته
ستا جـمال له کيــــفه ډک
دا فــــرق لــــري بل او تــه
ودې ګــــــورم ووايــــــــم
وي دې ځـــواني تل او ته
ښکلــــــيه پېښـــــوره! نو
جوړ دې وي کـــابل او ته
ښه سره جوړ شـــــــوي يو
زه خـــــيرخــوا غزل او ته.

                                           لطف الله خيرخوا