غزل

د دنیــــا د هـــرې چـــارې شــــتـــه دوه مــخه

لـــکــه زمـا چې د نګارې شتـــه دوه مـخــــه

دایې مخ د حـــقـــيقت دی چــې څـرګند دى

پټ په زړه کې یې دوه لارې شتــه دوه مخه

واړه عـــمر بـــه زمــــا پــه رنـــځ تـــېرېــــږي

څو دلــــبرې ګــــنهکـــارې شــته دوه مــخه

څه باور بـــه د صـــنم پـــه راســتۍ وکــــړي

څو په چــــم کـــې یې مکارې شته دوه مخه

د پـــښتــون خو یـــوه ژبـــه یـــوه خـــولـــه ده

چاوې سترګو کې دوه لارې شته دوه مخه

دا وقار پـــه کــــړيــــکو ســر لـــه نــاهيليه

خو که ډېرې یې غمخوارې شته دوه مخه

محمد نبي وقار

جلال اباد۱۳۸۷/سلواغه/۱۷