غزل

زه د کـــيــنې خـــبــرې نــــــه اورمــــه
دا څـــــو دانـــې خــــبـرې نه اورمــــه
جـــانـــانه ســــتا هــــره خـــبــره اورم
د زمانـــــې خــــــبـــرې نــــه اورمــــه
چې څنګه يمه بس همداسې ښه يم
د آيــــنـــې خـــــبـــرې نـــــــه اورمـــه
بس دى دروغ به راته نه وايې نور
دا بهــــانــــې خـــبرې نــــه اورمـــه
اوس د غـــزل شــراب په سر اړوم
او پـــيــمـــانـــې خـــبرې نـه اورمه

نبيله غزل