غزل

ښــکلې! سـلام چې دې له سترګو واخلم
بس لکه جام چــې دې لــه سـترګو واخلم
د زړه پيغام چې دې له ســـتـرګــو واخـلم
لکه انــعام چـــې دې لــه ستــرګـو واخلم
هله آغاز بــه يـــمه ســــتــالـــــه ســــترګو
ښکليه! انجام چې دې له سترګو واخلم
غـــمـــي، غمي ستوري يې شمارمه بس
ماښام، ماښام چې دې له سترګو واخلم
هغســــې ښــــکلى غــــزل بـــيا ولــــيکم
هغه الــــهام چــې دې لـه سترګو واخلم

نصرت الهام